Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په لوېدیځه حوزه کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی

په دې وروستیو کې د هېواد د لوېدیځې حوزې ولایتونه له ناامنیو سره مخ دي او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهدان دي.

طالبانو په هرات او غور کې پر څو ولسوالیو د برید ترڅنګ ځانونه د فراه ښار تر دروازو رسولي دي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه دي.

همدارنګه څه باندې لس ورځې کېږي چې طالبانو د بادغیس پر مرکز قلعه نو ښار وارداتي پرېښنا هم پرې کړې ده او همدارنګه په دغه ولایت کې د مخابراتي شرکتونو د فعالیت مخه نیولې ده. 

طالبانو پر اوبه، چشت، پښتون زرغون او ګلران ولسوالیو بریدونه کړي دي. د هرات امنیتي او سیمه‎ییز چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر بهرني جنګیالي هم د طالبانو ملتیا کوي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وايي:«هغه غیرافغاني ترهګر چې له بهره راځي شمېر یې زیات شوی ځکه چې دښمن خپل مورال له لاسه ورکړی او اړ دي هغه دولتیان چې غواړي په افغانستان کې ناامني رامنځته کړي، له اضافي ځواک او ریزرف څخه استفاده کوي.»

د هرات امنیه قومندان جنرال امین الله امرخېل وویل:«د پارسي ولسوالۍ ملاتړ موږ وکړ. تراوسه هم زموږ ځواکونه هلته حضور لري. په پښتون زرغون کې مو هم یوه اوونۍ عملیات ترسره کړل او لوړ ګواښ مو راټیټ کړ.» 

د غور ولایت ځایي چارواکي په دغه ولایت کې د نا امنیو پر پراختیا اندېښمن دي او وایي د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې ناامنۍ زیاتې شوې دي.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي څرګنده کړه:«څه باندې لس ورځې کېږي چې د غور لوېدیځې او سوېل لوېدیځې ولسوالۍ د طالبانو تر شدید ګواښ لاندې دي چې ځواکونه له غور ولایت څخه سره غونډ شوي، خو په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو د یوه کوچني اقدام شاهد هم نه و.»

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي څرګندوي:«هغه امنیتي پوستې چې په ځينو برخو کې وئ، له هغه ځایه یې موقعیت بدل کړی او پوستو ته د زیان رسېدو په اړه کوم رپوټ نه لرو.»

د فراه ولایتي شورا د دغه ولایت امنیتي وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وایي چې طالبانو د ښار تر دروازو رسېدلي دي او هڅه کوي د فراه ښارته دننه شي.

د فراه د ولایتي شورا مرستیال شامحمود نعیمي په دې اړه وویل:«مخالفانو پر فراه ډېر فشار راوړی، د فراه هره شپه او هره ورځ له پېښې پرته نه وي. موږ د فراه خلک له دې وضعیت څخه په بشپړه توګه اندښمن یوو.»

د بادغیس ځايي چارواکي وایي چې د بریښنا له پرې کېدو او د مخابراتي شبکو د فعالیت له بندیدو سره همهاله  ددغه ولایت پر ځينو ولسوالیو د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی .

د چارو شنونکي په لودېځ کې د ناامنیو زیاتوالی اندېښمنوونکی بولي او په دې برخه کې د مرکزي حکومت د پاملرنه غوښتنه کوي . تر دې وړاندې په لودېځ زون کې د طالبانو د ځپلو او د له لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو لپاره د تابیاو خبره شوې وه .

ځينې چارواکي وايي چې د هرات یو شمېر ولسوالۍ په وروستیو ورځو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو نښتو شاهدې دي.

شریک یي کړئ