د هېواد ځينې سیاسي څېرې د افغان سولې لپاره په یو غونډه کې د ګدون لپاره نن (جمعه د غبرګولي په ۳۱ مه)پاکستان ته ولاړل.
سرچینې وايي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند اجراییه رییس، د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالطیف پدرام، او د معاذ ملي ګوند مشر حامد ګیلاني هغه کسان دي چې پاکستان ته تللي دي.
په ورته وخت کې، د پاکستان ډیلي ټایمز رپوټ ورکړی چې د افغانستان کابو ۳۰ تنه سیاسي څېرې «د لاهور سولې څېړنې مرکز» کې د افغان سولې په اړه په یوې غونډه کې د پاکستان مري ته بلل شوي دي.
کهڅه هم د مخکني ولسمشر حامد کرزي د بلنې په اړه هم رپوټونه شته، خو د هغه ګډون په دغې غونډه تایید شوی نه دی.
د سرچینو په وینا، په دغې غونډه کې طالب ډلې ته هم بلنه ورکړل شوې ده او ټاکل شوې چې د دغې ډلې ځينې غړي اسلام اباد ته ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ولسمشر غني هم په راتلوونکې کې اسلام اباد ته سفر ولري.