Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کې واورو له مرکز سره د نهو ولسوالیو لارې تړلې

د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست وايي د ډېرو واورو د اورښت له کبله د نهو ولسوالیو لارې له فیض آباد ښار سره تړل شوې دي.

اورښتونو د شکاشم، واخان، زیباک، شغنان او د درواز پنځګونو ولسوالیو لارې بندې کړې دي.

د بدخشان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس، همایون دهقان څرګندوي:«وروستیو اورښتونو د نهو ولسوالیو لارې د بدخشان له مرکز سره بندې کړې دي او موږ یې د پرانیستو لپاره هڅې پیل کړې دي. موږ هر کال د ژمي له رارسيدو مخکې هم خپلې تابیاوې لرو، چې ډبلیو اف پي هم مرستې کړي دي او د پېښو په صورت کې به له ګودامونو کار واخیستل شي.»

په همدې حال کې د بدخشان ولایت اوسېدونکي زیاتوي چې لارو بندون دوی له پراخو ستونزو سره مخامخ کړي دي او له څو ورځو راهیسې د بدخشان په مرکز کې بند پاتي دي.

واوره

د واخان اوسېدونکی، سلامت وايي«ډېرې ستونزې دا دي چې موږ دلته بند پاتي یوو، که وردوج ته ولاړ شو، طالبان دي او که یاغردې ده ولاړ شو نو واورې دي. هغه کسان چې واخان نه راځي او مریضي لري نو له ډېرو ستونزو سره مخامخ کيږي.»

د واخان بل اوسېدونکی، مراد زیاتوي:«واورې خلکو ته ډېرې ستونزې رامنځته کړې دي، په ژمي کې موږ خپل مریضان د بدخشان مرکز ته نشو راوړی، ځکه هم امنیتي ستونزې دي او هم د لارو خطر دی. که والي کومه ګام پورته نکړي نو زموږ مریضان به مړه شي.»

د بدخشان ولایت کلي میشت خلک اندېښنه لري چې که دولت تر یوې اوونۍ پورې لارې خلاصې نه کړي نو ښایې چې د راتلونکي کال تر چنګاښ میاشتې پورې بندې پاتې شي.

اوس مهال د اورښتونو له کبله د شکاشم، واخان، زیباک، شغنان او د درواز پنځګونو ولسوالیو لارې د بدخشان له مرکز سره تړل شوې دي

شریک یي کړئ