د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د ولسوال دفتر له درې کلونو راهیسې د دغه ولایت له بهارک ولسوالۍ څخه اداره کېږي.
وردوج د بدخشان د ۲۸ ولسوالیو څخه یوه هغه ده چې ۹۲۹ کیلومټره مربع مساحت لري او دغه ولسوالۍ کابو ۱۷ زره نفوس لري له درې کلونو راهیسې د طالبانو په ولکه کې ده.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وايي چې درې کاله مخکې کله چې طالبانو پر وردوج برید وکړ او دا ولسوالۍ وپرځېده خپل کار یې د وردوج په سوېل ختیځ د بهارک ولسوالۍ په یوه کرايي کور کې پیل کړ او تراوسه دوام لري.
هغه وايي په تېر یوه کال کې یې له درې زره زیاتې تذکرې وېشلې او زر دوسیې هم څېړل شوې دي.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور په دې اړه څرګنده کړه:«کابو درې کاله مخکې لکه چې طالبانو وردوج ولسوالۍ ونیوله موږ د دغې ولسوالۍ پرېښودو ته اړ شوو، له هماغې نېټې تراوسه موږ په بهارک ولسوالۍ او دغه کرايي کور کې دفتر لرو او د خلکو کارونه په عادي توګه ترسره کوو.»
دغه کوچني دفتر په تېر یوه کال کې درې سوه زره افغانۍ عواید لرلی دی.
د وردوج د اراضۍ مدیر روزی محمد په دې اړه وویل:«په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې» د ځمکې کابو ۱۳۰۰ سندونه استملاک او طی مراحل کړل او کابو ۷۰۰ هټۍ مو طی مراحل کړل او څه باندط ۳۰۰ زره افغانۍ مو د دولت عوایدو کې زیاتې کړې.»
د وردوج ولسوال وايي د نوموړې ولسوالۍ یو شمېر نور دفترونه هم په همدې کرايي کور کې دي.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور څرګنده کړه:«له نېکه مرغه موږ د دې ترڅنګ چې په بهارک کې فعاله ولسوالۍ لرو، د محکمې، پوهنې، قومندانۍ، ملي امنیت او سیمهيیزو پولیسو په څېر هم فعالې ادارې لرو او هره ورځ د خلکو کار په مخ ځي.»
د بدخشان وردوج ولسوالي درې کاله مخکې د طالبانو لاس ته ورغله او تراوسه د دې ډلې په واک کې ده.