د څو ولایتونو د ولایتي شوراګانو ځينې غړي ادعا لري چې کله چې د سوداګرۍ او صنعت نوماند وزیر اجمل احمدي دفتر ته د هغه د لیدو لپاره ولاړ، اجمل احمدي هغوی ته سپکاوی وکړ.
د خلکو دغو استازو، نن (یکشنبې، د وږي په ۲۴مه) کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې، د اجمل احمدي ضبط شوی غږ چې په هغه کې اورېدل کېږي چې یو پر دغو استازو په غصه شوی، خپور کړ.
د کندهار، بلخ او زابل د ولایتي شوراګانو دغه استازي وايي چې اجمل احمدي نهشي کولای په ملي ژبو دري او پښتو خبرې وکړي. او همکاران یې د نورو خبرې هغه ته په انګلیسي ژباړي.
د کندهار د ولایتي شورا غړی عطاالله عطا په دې اړه وویل:«موږ ټول وکیل صاحبان چې له وزیر سره کېناستو، وزیر له موږ سره پښتو او دري خبرې نهشوی کولای؛ هغه په انګلیسي خبرې کولې او موږ په پښتو او دري، دا یو ستره خواشیني ده.»
د بلخ د ولایتي شورا غړی ریحان سادات هم څرګنده کړه:«کله چې د سوداګرۍ وزارت ته ولاړو له بده مرغه ډېر ناوړه چلند وکړ چې د یوه وزیر له شان سره نه ښايي.»
د خلکو دا استازي وایي چې د صنعت او سوداګرۍ نوماند وزیر باید له سپکاوي ډک دغه چلند په تړاو سپناوی وړاندې وکړي.
د زابل د ولایتي شورا غړی عطا جان حق بیان وايي:«له ولسمشر صاحب څخه غواړي چې دا ډول وزیران پارلمان ته معرفي نه کړي، او که داسې کار کوي په پارلمان کې د خلکو له استازو غواړو چې دوی ته د اعتماد رایه ورنهکړي.»
خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې اجمل احمدي له هغوی سره قانوني چلند کړی دی .
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا څرګنده کړه:«هېچا ته مو سپکاوی نه دی کړی، نه مو ښکنځل کړي، خو قانوني چلند و او جدي چلند و.»
اجمل احمدي تېر کال د ولسمشر له لوري د صنعت او سوداګرۍ د نوماند وزیر په توګه معرفي شو. ښاغلی احمدی تر دې وړاندې د ولسمشر غني سلاکار و.
په دې اړه مو اندونه