Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشرۍ ماڼۍ ارشیف ډیجیټلي کېږي

ارگ وايي تر راتلونکو دوو میاشتو به صوتي او تصویري ارشیف او دغه راز تر راتلونکو ۵ میاشتو به لیکلی ارشیف ډیجیټلي شي.

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې یوه میاشت کېږي چې د افغان فلم ارشیف ارګ ته لېږدول شوی او اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ د ارشیف په نامه یادېږي.

د ارګ د ارشیف رییس وايي تراوسه څه باندې ۶ زره ساعته فلم د تاریخي فلمونو ډیجیټل کولو لړۍ پیل شوې او ارګ وایي اوس یې ۱۰ سلنه ډيجیټل شوي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د خوندیځ (ارشیف) رییس رفیع الله عزیزي په دې اړه وویل:«تراوسه هغه ټول وسایل چې دلته په کار دي، نه دي راغلي. اصلي موضوع، د امکاناتو موضوع ده. زموږ یو ماشین تازه رارسېدلی. نور ماشینونه هم ډېر ژر رارسېږي، له هغې وروسته هغه وعده چې زموږ کړې وه، هغه به عملي شي.»

د ولسمشر ماڼۍ د خوندیځ په بله برخه کې د شاه امان الله خان د پلار حبیب الله خان له وخت څخه تراوسه راغونډ شوي دي، موجود دي. په دغو سندونو کې هوکړه‎لیکونه، احکام، معاهدې او شتمنۍ شاملې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د خوندیځ شتو توکو ته د خلکو لاسرسۍ به د انټرنېټي پاڼو او همدارنګه د ټولیزو اړیکو په نامه د یوه نوي رامنځته شوي دفتر له لارې برابر شي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه څرګنده کړه:« مالوماتو ته د لاسرسۍ او همدارنګه ارشیف ته لاسرسي لپاره پر رسنیو هېڅ ډول بندیز نشته. حکومت امانتدارۍ ته ژمن دی، ځکه چې دا د افغانستان تاریخي میراث دی، د افغانستان په خلکو پورې اړوند دی، د افغانستان په راتلونکي نسل پورې تړلی؛ هېڅوک حق نه لري چې د افغانستان ارزښتمنو تاریخي زیرمو ته لاس ور وکړي او یا یې سانسور کړي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ خوندیځ چې له دې وړاندې د افغان فلم د ارشیف په نامه یاده ده، چې د هېوادوالو د څه باندې سلو کلونو د فرهنګي میراثونو زېرمتون دی. هغه میراثونه چې د هغه د ساتنې دنده ولسمشرۍ ماڼۍ پر غاړه اخیستې ده.

د ارګ د ارشیف کارکوونکی یارمحمد وویل:«له افغان فلم څخه مو ټول ماشینونه دلته راوړل. خو دلته او هلته زموږ کار یو دی.»

په دغه خوندیځ کې په لسګونه هنري او مستند فلمونه او پخواني رپوټونه راغونډ کړل شوي دي.

د ارګ د ارشیف کارکوونکې نظیفه هاشمي په دې اړه وايي:«شونې ده چې تر څو راتلونکو ورځو خپل کار پیل کړو. د فلمونو دیجیټل کول ساده کار نه دی. لږ تر لږه دوه کاله وخت نیسي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ ته د افغان فلم د ارشیف لیږد او د هغه د نوم بدلون د هېواد د ځینو فرهنګیانو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

شریک یي کړئ