Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشر د لومړي مرستیال له خوا پر حکومت سخته نیوکه

جنرال عبدالرشید دوستم وایي چې په هېواد کې دولتي واکمني په قیر شویو سړکونو محدوده ده او خلک په نورو سیمو کې د پاکستاني عناصرو په منځ کې ښکېل دي.

د ولسمشر لومړی مرستیال د هېواد پوځي بنسټونه تر ډېره سیاسي شوي ګڼي او وایي چې د ملي يووالي په حکومت کې واک برابر نه‎ دی وېشل شوی .

ښاغلی دوستم وایي چې واک ته د محمد اشرف غني د رسېدو په کار کې د ده د هڅو په بدل کې باید د افغانستان لس سفارتونه د ده همکارانو ته ورکړل شوي وای.

جنرال عبدالرشید دوستم د هغه څه په اړه چې په پوځي ادارو کې یې نه همغږي بولي وايي ناخوښ دی او همداراز وایي چې په دغو ادارو کې د کسانو ټاکل او تبدیلول د وړتیا له مخې نه کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال حنرال عبدالرشید دوستم څرګنده کړه:«زحمت مو کاږلی!له موږ څخه هم یو لس سفیره وي؛له موږ څخه د ملی دفاع او د کورنیو چارو ویزرانو یو یو مرستیالان وي.»

له بلخوا د لومړي ځل لپاره دغه حکومتي چارواکی تاییدوي چې د هېواد په دولتي واکمنۍ کې محدودې برخې شاملې دي.

جنرال دوستم د ملي یووالي حکومت د جوړېدو پر څرنګوالي هم نیوکه کوي او په دې حکومت کې خپله ونډه بسندویه نه ګڼي.

خو حکومت په دې اړه څه نظر لري؟

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په بیا داسې وايي:«د افغانستان د جمهوري لومړی مرستیال جنرال صاحب دوستم،د قانون پر بنسټ د حکومت د مشرۍ په لوړ ځای قرار لري او د خپل قانوني صلاحیتونو څخه استفاده کوي.د ولسمشر لومړۍ مرستیال همدا مهال د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.هغه په کابینه،امنیت شورا،د افتصاد په عالي شورا او همدارنګه په ټولو دولتي بنسټونو کې، او په سترو ملي پرېکړو کې شریک دی.»

له بلخوا کارپوهان د ولسمشر د لومړي مرستیال دغو څرګندونو ته له بېلابېلو اړخونو ګوري.

د پوهنتون استاد طاهر هاشمي څرګنده کړه:«دغه حکومت د قومي یا د قوم د سپینږیو کسانو د نفوذ پر بنسټ جوړ شوی دی.په لومړي سر کې د ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني ترمنځ ۵۰ -۵۰ وېشل شوی دی؛خو په هرو ۵۰ سلنو کې داسې وینئ چې یوه څېرې ګډون کوي.»

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل زیاته کړه:«جنرال دوستم د ولسمشر مرستیال دی.د هغه صلاحیتونه،مسؤولیتونه او مکلفیتونه په بشپړه توګه روښانه دي.هغه ته اړتیا نه شته چې جګړې ته ولاړ شي.باید هغه په درې واړه قواوې اداره کړي.په خپله یې باید اداره کړي.»

د ملي یووالي حکومت د کار له پيلېدو د کابو دوو کلونو په تېرېدو سره ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د ملي یووالي حکومت مشران خپله هېڅ یوه ژمنه عملي نه ده کړې او پر ځای یې د قدرت د وېش څرنګوالي ته پاملرنه کړې ده.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

جنرال عبدالرشید دوستم وایي چې په هېواد کې دولتي واکمني په قیر شویو سړکونو محدوده ده او خلک په نورو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه