Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسمشر له سفر سره هم مهاله د غزني په ځينو برخو کې د نښتو دوام

د غزني ولایت د پولیسو چارواکي وايي چې د دغه ولایت د قره باغ ولسوالۍ په ځینو برخو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې دوام لري.

د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل، طلوع نیوز ته وویل چې طالبانو تېره شپه پر قره باغ ولسوالۍ برید وکړ او د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې تراوسه هم دوام لري.

ښاغلي مشعل وویل چې د قره باغ ولسوالۍ وضعیت د اندېښنې وړ دی خو د له غزني ښار څخه دغې ولسوالۍ کې ته د مرستندویه ځواکونو د حرکت خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني نن ګهیځ (جمعه د زمري په ۲۶ مه) له ځينو حکومتي چارواکو سره غزني ولایت ته په سفر ولاړ.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه فېسبوکي لیکنه کې ویلي چې ښاغلی غني په دغه سفر کې د دغه ولایت له امنیتي چارواکو سره به لیدنه وکړي او د دغه ولایت وضعیت به وڅېړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، ولسمشر غني په دغه سفر کې په غزني کې د وروستیو جګړو د قربانیانو لپاره د فاتحې په مراسمو کې به ګډون وکړي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ امنیتي وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

شریک یي کړئ