Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته کمو نوماندانو نوم‎ لیکنه کړې

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو ته د کمو نوماندانو له نوماندېدو اندېښنه لري.

د قانون له مخې د ولسوالیو شوراګانې باید ۲ زره او ۸۰۰ استازي ولري خو تر دې دمه دا ټاکنې څه باندې ۳ زره او ۵۰۰ نوماندان لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په اروزګان، پکتیکا، پکتیا، کنړ، کندهار، هلمند، بادغیس او لغمان ولایتونو کې هېچاهم د ولسوالیو شوراګانو لپاره ځانونه نه‎ دي نوماند کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوماند کېدو سخت شرایط او ناامنۍ په ټاکنو کې د خلکو د لږې ونډې اصلي لاملونه بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد:«زموږ مسلکي کارکوونکي او نړیوال همکاران کار کوي دا زموږ اندېښنه ده چې په ځينو ولسوالیو کې هېڅ نوم‎لیکنه نه ده شوې نه نرینه او نه هم ښځينه پر دې بحث کېږي او کمېسیون پرېکړه کوي.»

پر ټاکنو د څار بنسټونه د ولسوالیو شوراګانو لپاره د تنخوا او امتیازنشتوالي سربېره د روښانه مسوولیتونو نشتون په دې ټاکنو د خلکو لږ ونډې لامل بولي.

دوی د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نه ترسره کېدو څخه اندښمن دي.

د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید:« کمېسیون باید د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسرواي په هکله باید جدي پرېکړه وکړي او په هغو ځایونو کې چې نوم‎لیکنه یې نه ده کړې پرېکړه څه ده ایا بهیر بدلوي یا ټاکنې نیمګړې کېږي.»

خو دټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس دغه کمېسیون د ولسوالیو شورا ګانو لپاره د نوماندۍ او عامه پوهاوي په رابطه د پروګرام په نشتوالي تورنوي.

دی وایي، باید د قانون پر بنسټ باید دا ټاکنې ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس فضل احمد معنوي وايي:«په هغو ولسوالیو کې چې خلکو نوم‎لیکنه نه ده کړې او نوماند دي باید ټاکنې ترسره شي په هغو ځایونو کې چې ټاکنې نه وي کېدای شي ټاکنې وځنډول شي ستونزه نه ده ځکه چې د رایه ورکوونکو نوم‎لړ لرو باید متفاوته ټاکنې ترسره کړو.»

د ټاکنو کمېسیون وايي، چې ۲ زره ۳۶۹ کسانو د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ځانونه نوماندان کړ چې له دې ډلې يې شاوخوا  ۳۸۱ مېرمنې او ۷ يې کوچیان دي.

له دې ډلې يې لږ تر لږه ۸۰۰ کسانو له کابل څخه ځانونه نوماندان کړي دي.

شریک یي کړئ