Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسي جرګې د اداري پلاوي دویم ځل ټاکنې هم بې پایله پاتې شوې

د ولسي جرګې غړو نن (دوشنبې د چنګاښ په ۱۰ مه) د دویم ځل لپاره د دغې جرګې د مرستیالانو او منشیانو د غوراوي لپاره ټاکنې ترسره کړې.

په دغو ټاکنو کې چې ۱۴ تنو ځانونه دغو څوکیو ته نوماند کړي وو،ونه توانېدل چې پنځوس جمع یو رایې پوره کړي.

د ولسي جرګې ځينې غړي، مالي فساد د اداري پلاوي د غوراوي بهیر د اوږدېدو اصلي لامل ګڼي.

عبدالستار حسیني چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره هم نوماند و وايي چې د ریاست څوکۍ او همدارنګه اوسنیو ټاکنو لپاره په سلګونه زره ډالر د ولسي جرګې د غړو ترمنځ مصرف شوي دي.

هغه څرګنده کړه:«ټول هېوادوال پوهېږي چې دلته په مېلیونونو ډالر لګول شوي وي او څوکۍ ته رسېدل د وړتیا، لایقت، پوهې، علمیت او ولسوالۍ له لارې نه دي.»

د ولسي جرګې یو بل غړی رمضان بشردوست وايي، له دې کبله چې ټاکنو کې پراخ فساد روان دی، غونډې یې تحریم کړي دي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وویل:«د حاضرۍ په پاڼه کې ما ولیکل، دا چې ټاکنې د قانون پر خلاف، د اسلام پر خلاف، د ملي ګټو پر خلاف مخته ځي، نو زه نه شم کولای د دوزخیانو او قران خوړو په منځ ګډون وکړم.»

له دې وړاندې د ریاست څوکۍ پر سر هم نږدې دوه میاشتې جنجال روان و او بالاخره میررحماني رحماني د جرګې ريیس وټاکل شو. یوه مهم ټکی چې د ټولو خلکو پام یې اړولی دی، د وکیلانو له خوا د سپینو او باطلو رایو کارول دي.

شریک یي کړئ