د ولسي جرګې د غړو ترمنځ له ۳۵ ورځنیو کشالې او شخړو وروسته، بالاخره د ولسي جرګې غړو نن (دوشنبې د چنګاښ په ۳مه) د یوې کړکېچ رامنځته کوونکې رایې په اړه رای ګیري وکړه.
په دغې رای ګیرۍ کې، د ۲۲۹ استازو له ډلې ۱۲۰ تنو د دغې رایې باطلېدو ته رایه ورکړه چې په دې ترتیب سره، ټاکل شوې د ولسي جرګې د ریاست ټاکنې له سره ترسره شي.
د ولسي جرګې غړو، نن رای ګیري وکړه چې دغه جنجالي رایه د میررحمان رحماني په ګټه حساب شي که نه. کهچېرې دا رایه تایید شي میررحمان رحماني، د ولسي جرګې رییس و. خو دغې رایې (۵۰+۱) رایه چې ۱۵۵ رایې کېدې ترلاسه نه کړې.
په ولسي جرګه کې اصلي شخړه د همدغې پاڼې پر سر وه چې په هغه کې د میررحمان رحماني د نوم په وړاندې د تایید علامه اېښودل شوې خو تر هغه لاندې یو ټکی اېښودل شوی دی.
میررحمان رحماني چې د لنډمهالي رییس لخوا د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ ګټوونکی اعلان شوی و او ويلي یې و چې د ریاست څوکۍ به پرې نهږدي هغه په نننۍ رای ګیرۍ کې هم ګډون ونه کړ.
د ولسي جرګې غړو په ولسي جرګه کې د ناستو پر دوام ملک قیس نوراغا یې د دې له امله چې عمر یې ډېر دی د لنډمهاله رییس په توګه غوره کړ.