Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره د مرستې لپاره د یوه بنسټ هڅې

له امنیتي ځواکونو سره د مرستې بنسټ چي د وژل شویو دولتي ځواکونو له کورنیو سره د مرستې په برخه کې کار کوي، اوس یې په دې لړ کې د خلکو د همکاریو د جلب لپاره ځينې هڅې پیل کړې دي.

د دغه بنسټ چارواکي وايي چې هغوی د یوه کال په لړ کې توانېدلي چې د وژل شویو دولتي ځواکونو ۸۵۰ کورنۍ په ګوته او تر پوښښ لاندې یې راولي.

د دغه بنسټ چارواکي څرګندوي چې درې کاله مخکې یې د فعالیت جواز ترلاسه او اوس پنځلس کارکوونکي لري او ځينې رضاکاران هم له دوی سره همکاري لري.

څه باندې یو کال کېږي چې دغه بنسټ په بېلابېلو برخو کې له هغې ډلې زده کړې، روغتیا او عدالت غوښتنې په برخو کې د وژل شویو دولتي ځواکونو له کورنیو سره مرسته کوي.

له دوو میاشتو راهیسې له دوی سره د خلکو د همکارۍ د جلبولو لپاره د دې بنسټ هڅې زیاتې شوې دي.

د ګرځنده ټلېفون په سیسټم کې د یوې دستګاه فعالول د دغو هڅو یوه برخه ده چې خلک وتوانېږي له دې لارې هرڅومره چې غواړي د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره د پيسو مرسته وکړي.

له امنیتي سرتېرو سره د مرستې بنسټ اجرايي رییس محمد سلیم وردک په دې اړه وویل:« مرسته شوې پیسې کابو دوه ویشت تر درویشتو زرو افغانیو پورې دي. موږ هڅه کوو ترڅو داسې یوه اندازه پیسې شي چې د دوی (کورنیو) په ژوند کې یو بدلون رامنځته کړي.»

له امنیتي سرتېرو سره د مرستې بنسټ د ښوونې برخې مسوول علي اکبر جعفري هم څرګنده کړه:«یو کس چې شهیدېږي، که‎چېرې ماشومان یې ډېر واړه وي، له دوی سره د وړکتون په برخه کې همکاري کوو. هڅه کوو چې دوی په تر ټولو غوره لېسو او خصوصي ښوونځيو کې چې د کیفیت له پلوه په لوړه درجه کې دي په زده کړو بوخت شي.»

مطیع الله ساحل چې د دغه بنسټ د روغتیا برخې مسوول دی وايي دوی تراوسه توانېدلي د وژل شویو پوځیانو د کورنیو له ۱۱۰۰ غړیو سره روغتیايي مرستې وکړي.

ښاغلی ساحل وايي:« د شهیدو او معلولو امنیتي ځواکونو د کورنیو ځينې غړي له ځان سره راجستر لرو چې موږ ته مراجعه کوي او موږ هم بېلابېلو سیمو ته ځو او دوی په ګوته کوو.»

د وژل شویو دولتي ځواکونو له کورنیو سره مرسته داسې اړتیا ده چې تل پرې ټینګار شوی دی.

له دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي په ځینو حالاتو کې د وژل شویو افغان پوځیانو کورنیو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

د دغه وزارت په وینا په اوسني وخت کې پنځلس زره کورنۍ چې غړي یې په پولیسو کې و او په جګړو کې وژل شوي، د دې وزارت د وژل شویو د وارثینو په نوملړ کې ثبت دي.

مسوولان این نهاد می‌گویند که آنان در بیش از یک سال توانسته‌اند هشت صد و پنجاه خانواده جان باخته‌گان نیروهای دولتی شناسایی کنند و آنان را زیر پوشش کمک‌های شان قرار دهند.

شریک یي کړئ