Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د حکومت ضد اعتراضي لاریون په ترڅ کې ۵ تنه وژل شوي

پر لاریون کوونکو د امنیتي ځواکونو د ډزو په پایله کې، تراوسه ۵ تنه لاریون کوونکي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طلوع‎نیوز خبریال میر عابد جوینده چې د لاریون سیمې ته تللی، د سرچینو پر حواله وايي چې امنیتي ځواکونو دوه تنه پر سر او دوه تنه نور یې پر سینه په ډزو سره ویشتلي دي، او هغه کسان چې ټپیان شوي دي، مرمۍ یې په پښو لګېدلي دي.

د امنیتي ځواکونو په ډزو کې، د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار زوی محمد سالم ایزدیار هم د وژل شویو په منځ کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې ملي پوځ د لاریون کوونکو د خورولو لپاره چې غوښتل یې ولسمشرۍ ماڼۍ خوا ته خپله لاره پرانیزي،لاس په کار شوي او په هوايي ډزو یې لاس پورې کړی دی.

د طلوع نیوز بل خبریال صمیم فرامرز چې هغه هم د لاریون په سیمه کې حضور لري وايي چې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره د هوايي ډزو سربېره له یوه«هاموې» موټر څخه هم پر لاریون کوونکو ډزې شوې دي.

امنیتي ځواکونو لاریون کوونکي یې د وزیر محمداکبر خان ۱۵ سړک ته په شاتمبولي چې د چاودنې له ځایه یوازې څو سوه مټره واټن لري.

قهرجن لاریون کوونکي نه یوازې د امنیتي ځواکونو پر موټرو ډبرې ګو‌‌ذار کړي دي،بلکې د امریکا پر ضد یې هم شعارونه ورکړي او له ولسمشر او اجرائیه رییس څخه یې غوښتي چې له خپلو دندو کوښه شي.

د صمیم فرامرز په وینا، امنیتي ځواکونو د خپلو وسلو څخه په استفادې سره لاریون کوونکي  وهل ټکول شوي دي.

د هوايي ډزو سربېره،د اوبو پاشلو موټر هم پر لاریون کوونکو اوبه وپاشلې، خو دغه کار لاریون کوونکي لا په غوسه کړل.

پر لاریو کوونکو هغه مهال د امنیتي ځواکونو له خوا ډزې شوي دي چې لاریون کوونکو غوښتل ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوځي.

شریک یي کړئ