Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو خپلواک کمېسیون: چاودنې د دوو کسانو ژوند واخیست

کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دروازې ته نېږدې د چاودنې راپور ورکړل شو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي په دې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي چې یو یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکی او بل یې پولیس سرتېری دی.

چاودنه نن سهار(دوشنبې د لړم په ۷مه نېټه) هغه مهال شوې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکي خپل کاري دفترونو ته د تلو په حال کې وو.

امنیتي سرچینې وايي په دې چاودنه کې اووه تنه ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د کابل پولیس بیا څرګندوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نېږدې چاودنه کې یوه پولیس ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپیان دي.

مخکې له دې د کابل د پولیسو ویاند ویلي وو چې د ټاکنو کمېسیون سره نېږدې په یوه ځانمرګي برید کې ۶ تنه ټپیان شوې دي.

بصیر مجاهد څرګنده کړې وه چې د پېښې څلور تنه ټپیان د ټاکنو کمېسیون کار کوونکي او دوه نور یې پولیس دي.

دی زیاتوي، ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو وړاندې د پولیسو له لورې پېژندل شوی او پرې نه ښودل شو چې د ټاکنو کمېسیون د کار کوونکو کاسټر موټر ته ځان ورسوي.

د دې برید مسوؤلیت داعش ډلې منلی.

کابل کې د ځانمرګي برید په پایله کې اووه کسان ټپيان شوي هم دي چي څلور یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکي، دوه یې پولیس او یو یې ملکي کس دی

شریک یي کړئ