Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو ترسره کېدو مهال‎وېش چمتو کړی

په هېواد کې د ټاکنو ترسره کېدو په اړه د اندېښنو سره سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي د ټاکنو ترسره کېدو مهال ویش له چمتوکولو خبر ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله، وسیمه بادغیسي وايي له ټاکنو څلور میاشتې مخکې به مهال ويش ټولییز شي. خو د ټاکنو ترسره کېدو کره نیټې په اړه څه نه وايي:«د الکترونیکي پېژندپاڼو ویش لړۍ له کمیسیون سره تړاو نلري او زموږ پلان سره په تناقض کې دی موږ خپل پلان مخکې تنظیم کړی او د پېژندپانو ویش اداره باید خپل کار پیل کړی.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د برېښنايي پېژندپاڼو ویش لړۍ پیل کړي او دا کار له نیوکو سره هم مخامخ دی.

خو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون عملیاتي مرستیاله د راتلونکي کال د ټاکنو لپاره د بریښنایي تذکرو ویش له وخته تېر بولي او وايي د ملي شورا او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د کاغذي تذکرو پر بنسټ کېږي.

په داسې حال کې چې دا کمیسیون د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نیټې د څیړلو په حال کې دی، وسیمه بادغیسي وايي کمیسیون د ټاکنو مهال ویش برابر کړی او د قانون له مخې به له انتخاباتو څلور میاشتې مخکې دا مهال ویش خپور شي.

همداراز د پخواني ولسمشر مرستیال، یونس قانوني وايي چې که ټاکنې پر خپل وخت ترسره نشي نو هېواد به د ناورین خوا ته ولاړ شي.

دی زیاتوي:«ټاکنې پر یوه کړکېچ بدل شوي او که د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او امنیتي پلمو په پار ټاکنې ترسره نشي نو هېواد په د ناورین خوا ته ولاړ شي.»

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکي کال د چنګاښ شپاړسمه د ټاکنو نېټه اعلان کړې وه خو ددې کمیسیون غړي وايي ښایي ټاکنې یو څه وځنډېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو په وینا، ټاکل شوې ده چې ټاکنې د ورقي پېژندپاڼو له مخې ترسره شي، دا پېژندپاڼې د ثبت احوال نفوس ادارې لخوا ویش کیږي

شریک یي کړئ