Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ملاتړ لپاره له خلکو د دغه بنسټ غوښتنه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس او غړو نن(چهارشنبې د سلواغې۲۵مه) د «ملي ټاکنو» تر نامه لاندې ناسته کې له خلکو غوښتنه وکړه چې له دې کمېسیون څخه ملاتړ وکړي. وویل چې پارلماني ټاکنو کې روڼتیا ته ژمن دي.

د یاد کمېسیون رئیس، ګلاجان عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«دا کمېسیون ژمن دی چې رڼې ټاکنې ولرو او د خلکو رایه له موږ سره امانت ده او هغه کس چې د خلکو رایه له خپل ځانه سره ولري بریالی به وي او د هیچا له رایې سره به خیانت ونه شي.»

له دې ناسته کې کمېسیون چارواکو له سیاسي ګوندونو غوښتنه وکړه چې خپلې طرحې د پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو لپاره له دې کمېسیون سره شریکې کړي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه:«زموږ ځواک تاسو مدني ټولنې، سیاسي ګوندونه او رسنۍ یاست او زموږ غوښتنه له سیاسي ګوندونو دا ده چې له موږ سره ودریږي او له خپلو طرحو سره زموږ ملاتړ وکړي.»

ده همداراز زیاته کړه چې د ټاکنو ۹۰سلنه لګښت د مرسته کوونکو هېوادونو لخوا ورکړل شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئيس وویل:«د ټاکنو نوي سلنه لګښت د نړیوالو ډونرانو لخوا ورکړل شوی دی او لس سلنه یې حکومت پر غاړه اخیستی دی چې د مالیې وزارت به یې ورکړي او دواړو خواو ډاډ ورکړی چې بودجه به پر خپل وخت چمتو کړي.»

ده وویل:«د ټاکنو کتاب چاپ شوی او په دوبۍ کې دی چې ډېر ژر به کابل ته راوړل شي.»

نوموړي همداراز څرګنده کړه چې دې کمېسیون کې به فساد ته اجازه ورنکړي.

په دې ناسته کې د احوالو او نفوسو ثبت ادارې رئیس، همایون محتاط هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د همکاریو ژمنه وکړه.

ښاغلي محتاط وویل:«اوس مهال افغانستان کې ۴۲۲ فعالې ادارې لرو جې تذکرې په کې وېشل کېږي. هره رورځ ۳۰ تر ۴۰ زره کسان په نورمال ډول تذکره اخلي.»

د جعلي تذکرو د اندېښنې په اړه ده وویل:«له نیکه مرغه چې زموږ ادارې یو کار ترسره کړی دی او موږ د نفوسو د ثبت ټول کتاب الکترونیکي کړی دی او که کومه تذکره باندې شک وي نو په ډېره آسانۍ سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې چک کولی شي.»

ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو پر خپل وخت او په رڼه توګه د ترسره کېدو ژمنه کوي

شریک یي کړئ