Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو په ترسراوي کې د ځنډ له امله د جهادي مشرانو ګواښ

یو شمېر جهادي مشران په بېلابېلو غونډو کې د ټاکنو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او ګواښ کوي چې باید په راتلونکي کال کې رڼې ټاکنې ترسره شي.

پخوانی جهادي مشر او د افغانستان د حراست او ثبات شورا رییس عبدرب الرسول سیاف، پخوانی جهادي مشر او پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددي د افغانستان د جهادي او ملي ګوندونو د شورا رییس سید حامد ګیلاني، په کابل کې په بېلابېلو غونډو کې د ټاکنو د ځنډ په اړه اندېښنه څرګندوي.

ښاغلي سیاف وویل:«په هغه صورت کې چې ټاکنې ترسره نه‎شي، دغه هېواد به له یوه ډېر خطرناکه ناورین سره به مخ شي.»

صبغت الله مجددي هم زیاتوي:«د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره کومه هیله ورکونکې نښه نه تر سترګو کېږي.»

دغه جهادي مشران حکومت د دوی د اصلاحي طرحو او پروګرامونو په نه منلو تورنوي، چې حکومت تل دا موضوع رد کړې ده.

د جهادي مشر سید حامد ګیلاني وویل:«دولت ځینې پرېکړې نیسي چې د هېواد د نافذه قوانینو په خلاف دي.»

په داسې حال کې چې یو شمیر جهادي مشران او قوماندانان د دولتي ځمکو په غصب تورن دي خو ښاغلی سیاف وايي د دې ګوند غړو حتا یو متر دولتي ځمکه هم نه ده غصب کړې.

له دې ډلې، عبدرب الرسول سیاف که څه هم وايي هېڅکله د واک او امتیاز لپاره نه دی جنګېدلی، خو حکومت باید خپل سري او له اصلاحي طرحو څخه سرغړونه څنډې ته کړي.

شریک یي کړئ