Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټول شموله مرکچي پلاوي د جوړېدو لپاره له کابله د واشنګتن غوښتنه

له کابل د واشنګټن غوښتنه دا ده چې له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره یو ملي او ټول شموله پلاوی وګوماري، خو هغه ډول چې زلمي خلیل‌زاد ویلي، د دې کار لپاره وخت ډېر لږ دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دې پخلی کړی چي د سولې په برخه کې له وسله‎والو طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره د ټول شموله او ملي پلاوي پر جوړولو کار روان دی.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وايي تر اوسه مالومه نه ده چي دغه پلاوی به کله جوړ شي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچیني ویلي چي افغان حکومت د یاد پلاوي د جوړولو لپاره بیړه نه لري، او د دغه پلاوي پر کارنده‎ګۍ به تمرګز وشي.

له دي سره په خوا کې، له طالبانو سره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي یو غړی، د سولې د اوسني مرکچي پلاوی جوړښت ملي ګڼي.

له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي غړی عبدالحکیم منیب په دې اړه وویل:«هغه مرکچي پلاوی چې حکومت تعیین کړی، له ډېر غور وروسته یې ګومارلی او په دغه پلاوي کې د قوم، طبقې، ژبې او ګوندونو له پلوه ټول استازي لري.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا وايي، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي جوړښت باید داسې وي چې وکړای شي د طالبانو پر وړاندې د تېرو کلونو له لاسته راوړنو، د ښځو او بشري حقونو څخه دفاع وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر څرګندوي:«افغان حکومت باید داسې ډله جوړه کړي چې له حکومته بهر ځواکونه هم په قضیه کې شامل شي څو له طالبانو سره یوې واحدې سرچینې د مذاکرې مېز ته کېښني.»

خو طالبانو ته نږدې سرچینې بیا د سولې مرکچي پلاوِي ترکیب، د طالبانو د مرکچي پلاوي په پرتله کمزوری بولي.

د سیاسي چارو شنوونکی نظرمحمد مطمین په دې باور دی:«د مسکو غونډه کې ډېر سیاستوال را غونډ شوي وو او تمه دا ده چې د دغه پلاوي په جوړښت کې هم داشان کسان په پام کې ونیول شي.»

د سیاسي چارو کارپوه بلال احمد نیازی هم وايي:«افغان حکومت د دوحې له غونډې مخکې باید یو ټول شموله او ملي پلاوی جوړ کړي.»

تمه ده چې طالب استازي د راتلوونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره وګوري. ویل کېږي چې په دې لیدنه کې به په اوربند او پر دې بحث وشي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېښني.

خو ارګ کې دننه سرچینې وايي، افغان حکومت د دې کار لپاره ډېره بېړه نه لري، ځکه د دې پلاوي اغېز ورته ډېر مهم دی.

شریک یي کړئ