اجراییه رییس، عبدالله عبدالله پر ټاکنو خپلواک کمېسیون له نیوکې سره وویل چې پارلماني ټاکنې له ستونزو سره مخامخ شوې، خو هیله یې څرګنده کړه چې د تېرو ټاکنو پایلې به ژر اعلان شي.
ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل:«له بده مرغه چې نن د پارلماني ټاکنو پایلې نلرو، له بده مرغه پارلماني ټاکنې له ستونزو سره مخامخ شوې دي او لامل یې هم څرګند دی.»
نوموړي وړاندې وویل:«بیا هم موږ هیله لرو چې انشاالله د افغانستان نوی پارلمان د قانون په حاکمیت او ټینګښت کې او همداراز په سیاسي ټیکاو کې یو ګام مخکې ووسي.»
ښاغلي عبدالله یو ځل بیا د سولې بهیر په تړاو د ولسمشریزو ټاکنو ځنډ په اړه راپورونه رد کړل.
ده وویل:«د هېواد عمومي مسایل کله هم په ټاکنو کې پر ځنډ تړل کېږي، د مسلې واقعیت دا دی چې تخنیکي مسایل د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ رامل ګېږي. »
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسمشر دویم مرستیال د ټاکنیزو کمېسیونو پر کړنو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې دغو کمېسیونونو د هېوادوالو په حق کې جفا کړې ده.
ښاغلي دانش دا څرګندونې په کابل کې یوه ناسته کې د ولسي جرګې ټاکنو په ترسراوي کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د کړنو د کمزورتیا ترڅنګ وکړې او په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو پر راوستو یې ټینګار وکړ.
د ولسي جرګې ټاکنو د مهال وېش له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید دوې میاشتې مخکې د انتخاباتو لومړۍ او درې اوونۍ وړاندې هم وروستۍ پایلې اعلان کړې وای، خو تراوسه لومړنۍ پایلې په بشپړه توګه اعلان شوې نه دي.