Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پارلمان غړي:د چهارشنبې په روځ برچي کې دویم برید د پوښتنې وړ دی

د ولسي جرګې ځينې غړي، له چاودېدونکو توکو څخه ډک د هغه موټر د څېړلو څرنګوالی د پوښتنې وړ بولي چې د چهارشنبې پر ماښام د کابل د دشت برچي په قلعه ناظر سیمه کې له لومړۍ چاودنې وروسته وچاودېد.

دغه استازي پوښتي څه ډول شونې ده چې امنیتي ځواکونه، هغه موټر چې په هغه کې چاودېدونکوي توکي ځای پر ځای شوي څېړي او په هغه کې څه نه پیدا کوي.

په هغو انځورونو کې چې طلوع نیوز ته رسېدلي ښيي چې د شاهدان په وینا له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر د لومړنۍ چاودنې د ځای ته‎څېرمه ولاړ دی او امنیتي ځواکونه هغه تلاشي کوي. خو له لومړنۍ چاودنې یو ساعت وروسته، هغه مهال لکه چې خبریالان سیمې ته رانېږدېږي، دا موټر چاودنه کوي – په دغې چاودنه کې د طلوع نیوز د دوه خبریالانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول.

د ولسي جرګې غړی صادقي زده نیلي په دې اړه وویل:«له هغوی دې وپوښتل شي هغه شکمن موټر چې دلته ولاړ وه، او د هغه له منځه ترهګر دننه کلپ ته ولاړ او چاودنه یې وکړه تاسې ولې دا موټر سم ونه څېړه.»

د پارلمان بل غړی شریفي بلخابي په دې اړه څرګنده کړه:«سړی شک کوي چې په دې ځای کې د خلکو له ژوند او ځان سره څه لوبه روانه ده.»

دغه راز د پېښې شاهدان نیوکه کوي او وايي، ولې امنیتي ځواکونو ونه توانېدل، چې په دې سیمه کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر چې د ساعتونو لپاره ولاړ وپېژني. او له هغې وروسته کله چې ځينو امنیتي ځواکونه سیمه پرېښوده، دغه موټر چاودنه وکړه.

یو له شاهدوانو سلطان علي وايي:«یو نیم ساعت مخکې کرولا موټر دلته ولاړ وه او خلکو امنیتي ځواکونو ته ویلي چې موټر شکمن دی هغوی وویل چې موږ تلاشي کړی.»

د پېښې بل شاهد محمد ناصر په دې اړه زیاته کړه:«کله یې چې د موټر ډاله پورته کړه، وویل چې نور څه نشته.»

له بلخوا، ځيني پخواني پوځيان، په دا راز پېښو کې د کشفي او استخباراتي ځواکونو کار کړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

یو له پخوانیو پوځيانو جنرال قاطع په دې اړه وویل:«واقعیتونه دې څرګند شي چې ایا دوی په دنده کې بې پروايي کړې، ایا ناغېړي شوې او درېیم دا چې ولې یې دا موټر پرېښود؟ دا زما لپاره د یوه پوځي په توګه د پوښتنې وړ دی.»

خو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ځواکونو له لوري د دې موټر د پلټلو په اړه داسې وايي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څرګنده کړه:«کله چې د دغه موټر ټولې برخې څېړل کېږي هېڅ هم په کې نه پیدا کېږي چې چاودنه دې وکړي؛ خو له بده مرغه شېبه وروسته دا موټر چاودنه کوي.»

له دې ټولو سره، د ولسي جرګې ځینې غړي ولسمشر د هېواد په اداره کې په ناکامۍ تورن وي او له هغه د استعفا غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې غړی عارف رحماني په ډاګه کړه:«د سیاسي له غرض څخه پرته، له ښاغلي غني غواړم استعفا دې وکړي؛ ښاغلي هېواد ونه شوی ساتلای.»

شاهدان نیوکه کوي او وايي، ولې امنیتي ځواکونو ونه توانېدل، چې په دې سیمه کې له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر چې د ساعتونو لپاره ولاړ وپېژني. او له هغې وروسته کله چې ځينو امنیتي ځواکونه سیمه پرېښوده، دغه موټر چاودنه وکړه.

شریک یي کړئ