Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان د ځانمرګو بریدونو د حرموالي په اړه فتوا صادره کړه

شاوخوا دوه زره پاکستاني دیني عالمانو په یوې حیرانوونکې کړنې سره د ځانمرګو بریدونو د حراموالي فتوا صادره کړه.

د غونډې چې د پاکستان د مشهور علماوو او حکومي چارواکو څخه جوړه شوې وه د فتوا موخه د پاکستان یووالی او د ترهګرو په وړاندې مبارزه بولي.

دا لومړی ځل دی چې په پاکستان کې دیني عالمان په ډله‎ییزه توګه ځانمرګي بریدونه حرام بولي، خو حیرانوونکې ځکه ده چې تر اوسه پاکستاني مدرسې ترهګرۍ ته د جنګیالو د راغونډولو ځالې پېژندل کېږي.

هغه څه چې د کلونو لپاره په نړۍ په تېره بیا اسلامي نړۍ کې د دیني کړیو او د علماوو په غونډو کې مطرح شوې خو د سه شنبې په ورځ کابو یو زره او ۸۰۰ دیني عالمانو په پاکستان کې په یوې فتوا سره چې د پيغام پاکستان په نوم کتاب کې چاپ شوې ځانمرګي بریدونه حرام بللي دي.

د پاکستان ولسمشر وايي هیله من دی د دې فتوا صادرېدل د ترهګرۍ له امله شوې ننګونې له‎منځه یوسي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین په دې اړه وویل:« د پاکستان د علماوو شورا د ترهګریزو بریدونو په اړه فتوا صادره کړې او په دغه فتوا کې راغلي چې پاکستان یو اسلامي هېواد دی او اسلام د برابرۍ، انصاف او عدالت دین دی، په اسلام کې ترهګر بریدونه، وینې تویول او ځانمرګي بریدونه حرام دي.»

افغانستان ډېر کلونه د ځانمرګو او ترهګرو بریدونو د غندلو لپاره د اسلامي نړۍ په تېره بیا د پاکستان د عالمانو د فتوا د صادرېدو غوښتنه کړې وه.

د روان کال د تلې په ۹ نېټه کله چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېدقمر باجوه کابل ته راغی له نوموړي د افغانستان یوه غوښتنه د پاکستان د دیني عالمانو لخوا د ځانمرګو بریدونو حرام بلل وو.

خو دا کار څو میاشتې وروسته د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ترینګلتیا په لړ کې ترسره شو.

د نړیوالو اړیکو شنوونکی سید اېمل عباد په دې اړه څرګنده کړه:«د پاکستان علما په اوزاري توګه د دغه هېواد سیاستوال کارولي دي او موږ په ځلونو د دې مسلې شاهد یوو او دا مسله په پاکستان کې د دې لپاره مطرح شوې چې د امریکې وروستي فشارونه په یو ډول کم شي.»

به هغه ناسته کې چې پاکستاني عالمانو ځانمرګي بریدونه حرام اعلان کړل، مولانافضل الرحمان او د پاکستان یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو چې د ډېری کسانو په باور په یو ډول د افغان طالبانو په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري ګډون کړی وه.

د مولانا سمیع الحق چې د طالبانو معنوي پلار بلل کېږي زوی یې هم دا فتوا لاسلیک کړې ده.

له دې مخکې یو شمېر پاکستاني عالمانو په ځلونو په افغانستان کې جګړه او ځانمرګي بریدونه روا بللي وو.

له بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم وايي د پاکستان له رامنځته کېدو ۷۰ کاله وروسته تراوسه هم کرامت او عدالت ته د لاسرسي په موخه د دغه هېواد د خلکو هیلې نه دي پوره شوې له همدې امله دغې فتوا ته اړتیا ده ترڅو د پاکستان اولس متحد کړو.

دغه پاکستانی چارواکی دا هېواد او لوېدیځ هېوادونه چې د پخواني شوروي پرخلاف جنګېدلي د ترهګرو ډلو د رامنځته کېدو مسوول ګڼي.

له دې مخکې یو شمېر پاکستاني عالمانو په ځلونو په افغانستان کې جګړه او ځانمرګي بریدونه روا بللي وو. د مولانا سمیع الحق چې د طالبانو معنوي پلار بلل کېږي زوی یې هم دا فتوا لاسلیک کړې ده.

شریک یي کړئ