Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر لعلپورې او ګوشتې ولسوالیو د پاکستاني پوځيانو توغندويي بریدونه

د ننګرهار پر لعلپورې او ګوشتې ولسوالیو پاکستاني پوځیان د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې لاهم توغندي توغوي چې دا چاره ښکاره پر افغان خاورې تېری بلل کېږي.

ځايي استوګن وايي، له کلونو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځیانو له لوري د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر لعلپورې او ګوشتې ولسوالۍ راکټي بریدونه کېږي چې له کبله یې زرګونه کورنیو خپل کورونه پرېښي دي.

هم مهاله ځايي چارواکي د پاکستان دا راکټیز بریدونه پر افغان خاور تجاوز ګڼي.

ډېر شمېر کورنیو خپلې کډې بار کړې او له لعلپورې ولسوالۍ څخه په وتو دي. اوس هم د ځايي مېشتو پر وینا، د ننګرهار د دې ولسوالۍ په رینا و پرچاو په ګډون بېلابېلو کلیو پاکستاني پوځیان توغندي توغوي چې له کبله یې یوازې په دغه ولسوالۍ کې شاوخوا څلور زره کورنیو خپل کورونه پرېښي دي.

د پاکستان توغندويي بریدونو له امله بې ځایه شوی کس، نظر جان څرګندوي:«د پاکستان لخوا په موږ رش راغلو او راته یې وویل چې ځانونه له سیمې اوباسئ، او ویل یې چې دا سیمه موږ نیولې ده، بس درې څلور زره کورنۍ وو چې له سیمې ووتو او ګډې مو راپار کړې.»      

بل بې ځایه شوی کس دوست محمد مومند زیاتوي:«اوس یې هم راولي(توغندي) د خلکو کورنه یې هوار کړي دي، بس د اوسېدو ځای نشته. هره ورځ یې مرمۍ شروع کړي وي او ولي یې.»         

د ننګرهار  لعلپوې ولسوال هم مني چې وخت ناوخت پاکستاني پوځیان پر لعلپورې ولسوالۍ توغندي راتوغوي چې دا چاره یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل او پر افغان خاوره تېری بللی دی.

د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي زیاتوي:«دا خو ښکاره خبره ده چې دا د ولسونو په وړاندې ښکاره تجاوز دی، دا د نړیوالو قوانینو ترپښو لاندې کول دي، او پاکستان مخکې هم زموږ په خاوره باندې تجاوز کړی دی او اوس یې هم کوي.»       

د لعلپورې ولسوالۍ ترڅنګ پاکستاني پوځیان د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ په ګډون د کونړ ولایت پر یو شمېر ولسوالیو هم له تېرو کلونو راهیسې راکټي بریدونه کوي. افغان حکومت په وار وار د ډیپلوماتیکو لارو څخه د دغې ستونزې د هوارۍ ویلي، خو مخه یې نه ده نیول شوې.

هم مهاله ځايي چارواکي د پاکستان دا توغندويي بریدونه پر افغان خاورې ښکاره تېری بولي او وايي تل یې په دې برخه کې نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي دي.

شریک یي کړئ