Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان راکټي بریدونو کې د ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې زیاتوالی

د کونړ والي، واحدالله کلیمزي نن(یک‎شنبې د کب۱۵مه) وویل چې د دې ولایت پر یو شمېر سیمو د پاکستاني پوځیانو د راکټي بریدونو یوازې په تېرو دوو اوونۍو کې یوه ښځه او درې ماشومان وژل شوي دي.

ښاغلی کلیمزی زیاتوي چې مرکزي حکومت باید د دې روښانه تیري مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:«یوازې په تېرو دوو اوونیو کې د پاکستانیانو د راکټي بریدونو کې څلور ملکي کسان چې یوه ښځه او درې ماشومان په کې شامل دي وژل شوي دي.»

نازیان، لعل‎پور، ګوشته، خاص کونړ، سرکاڼو او دانګام د هېواد هغه سیمې دي چې تر ډېره پرې پاکستاني پوځيان راکټي بریدونه کوي.

که څه هم کابل د پاکستاني پوځيانو د راکټي بریدونو د مخنیوي لپاره د هڅو ډاډ ورکوي، خو تر اوسه دې هڅو پایله نه درلوده.

له بلې خوا، دفاع وزارت د هېواد پر ختیځو سیمو د پاکستاني پوځیانو راکټي بریدونه د منلو وړ نه بولي.

د یاد وزارت ویاند، دولت وزیري وویل:«که دا بریدونه دوام وکړي نو افغان وسله‎وال پوځ او د خلک د دې زغم نلري چې دا به د پاکستان لپاره ښه نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې له طلوع‎نیوز سره له خبرو ډډه وکړه، خو اوس‎وخت کې د پاکستاني پوځ راکټي بریدونو مخنیوي لپاره سیاسي حل‎لاره غوره بلل کېږي.

د هېواد په ختیځ کې پوله‎ساتو ځواکونو قومندان، محمدایوب حسین‎خېل څرګندوي:«دا پاکستاني پوځيان د ډپلوماټیکو اوصولو خلاف کړنې کوي او دا د یوه ګاونډي لپاره ښه کار نه دی، تاسو پوهېږئ چې پوځیان په صفري سیمه کې ځای پر ځای شوي دي، خو زموږ ځواکونه نه غواړي چې د اوصولو خلاف عمل وکړي.»

د شمېرو له مخې پاکستاني پوځيانو یوازې په تېرو دوو اوونیو کې پر کونړ ولایت ۵۰۰ توغندي توغولي دي او چې له امله یې د هېواد په ختیځ کې ۵۰۰ کورنۍ بې‎ځایه شوي دي.
 
نازیان، لعل‎پور، ګوشته، خاص کونړ، سرکاڼو او دانګام د هېواد هغه سیمې دي چې تر ډېره پرې پاکستاني پوځيان راکټي بریدونه کوي

شریک یي کړئ