Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان سفارت له بنده د طالب چارواکو خوشې کېدل تائید کړل

افغانستان کې د پاکستان سفارت له بند نه د طالبانو ډلې بنسټ اېښودونکی ملا عبدالغني برادر او د یادې ډلې پخوانی قومندان ملا صمد ثاني خوشې کېدل تائيد کړل.

 یاد سفارت طلوع نیوز ته ویلي دي چې ملا برادر او ثاني د سولې بهیر سره د مرستې په موخه د پاکستان د ژمنو پر بنسټ خوشې شوي دي او اسلام آباد د افغانانو په مشرۍ سولې ته ژمن دی.

تېره اوونۍ یو شمېر سرچینو او طالبانو تائیده کړې وه چې ملا برادر له اته کاله بند وروسته خوشې شوی او کراچۍ کې خپلې کورنۍ ته ستون شوی.

پخوانی لوړپوړی طالب چارواکی ملا عبدالغني برادر (چهارشنبه، د لړم دویمه) په پاکستان کې له زندانه خوشي شو.

هغه چې د ملا محمد عمر مرستیال پاتې شوی، د طالبانو له بنسټګرو بلل کېږي او خلاصون يې بېلابېل غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

سیاسي شنونکي نظر محمد مطمئن ویلي وو چې ملا بردار په طالبانو کې پخوا هم رول درلود او اوس يې هم خلاصون پر روان وضعیت بې اغېزې نه پاتې کېږي.

مطمئین زیاته کړې وه چې د دې طالب چارواکي له زندانه خوشي کېدل د طالبانو دایمي غوښتنه وه او په وینا يې دا د سولې لپاره د طالبانو، امریکا او نورو هېوادونو حسن نیت په ډاګه کوي.

ملا عبدالغني برادر چې د طالبانو د بنسټ‌ګرو له ډلې دی، په ۲۰۱۰ز کال امریکايي او پاکستاني ځواکونو ونیو او زنداني شو.

ملا عبدالصمد ثاني چې په صمد ثاني هم مشهور دی، یو طالب قومندان و، چې په ۲۰۱۶ز کال پاکستاني ځواکونو کویټه کې ونیو.

تېره اوونۍ یو شمېر سرچینو او طالبانو تائیده کړې وه چې ملا برادر له اته کاله بند وروسته خوشې شوی. یو شمېر سرچینو ویلي وو چې نوموړی کراچۍ کې خپلې کورنۍ ته ستون شوی

شریک یي کړئ