Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان لومړي وزیر روستیو خبرو ته د عبدالله عبدالله غبرګون

د حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان د لنډمهالي حکومت په تړاو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، د افغانستان برخلیک پخپله د افغانانو کار دی نه د نور هېوادونو.

عبدالله زیاته کړې، افغانستان له هېڅ هېواده دا تمه نه لري چې خپل نفوذ پرې وکاروي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، کابل کې د عمران خان د وروستیو څرګندونو نه ناسم برداشت اخیستل شوی دی.

په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د امریکا له هڅو سره سره، د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې خورا کړکېچنې شوې دي.

اجراییه ريیس، عبدالله عبدالله وايي:«پاکستان باید د تل لپاره دې پایلې ته رسېدلی وي او ورسیږي چې د برخلیک ټاکل د افغانستان د خلکو حق دی، د هغو خلکو چې له نورو سره د سولې غوښتونکي دي.‎»

بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان له څرګندونو وروسته، کابل کې د پاکستاني سفیر مرستیال احضار کړ او همدا ډول یې له اسلام اباد خپل سفیر کابل ته را وغوښت.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، صبغت احمدي څرګندوي:«ملي حاکمیت مو سره کرښه ده او د افغانستان حکومت په دې برخه کې ډېر حساس دی. که داسې موارد دوام وکړي نو د افغانستان راتلونکو ګامونوته دې په تمه ووسي، او دا موارد پایلې لري، موږ هیله لرو چې د پاکستان اسلامي جمهوریت او ښاغلی عمران خان د یوه مسوول کس په توګه دا موارد مراعات کړي.»

بل لورته بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې وايي:«په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان د سولې په اړه مهم رول لوبولی دی، مګر د عمران خان څرګندونو دا ډول مرسته نه ده کړې. د افغانستان د راتلوونکې په اړه پرېکړه یوازې د افغانانو په لاس کې ده.»

کابل کې د امریکا سفیر وايي:«‎د کریکټ یو شمېر طلسمونه د سیاست په برخه کې ښه پایله  ورکوي، خو یو شمېر نور یې بیا نه. د عمران خان لپاره مهمه ده چې د افغانستان د سولې او کورنیو چارو کې د توپ‌اچوونې د څرنګوالي څخه ډډه وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رابرت پالادینو زیاتوي:« پاکستان کولای شي چې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه یو مهم رول ولوبوي، هغه څه چې موږ یې هرکلی کوو.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د عمران خان له خبرو ناسم تعبیر اخیستل شوی دی.

د پاکستاني حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د عمران خان خبرې په پاکستان کې د ټاکنو او لنډمهالې حکومت په اړه وې، نه د افغانستان په اړه.

د ملي یووالي حکومت پر مهال له اسلام اباد سره د کابل اړیکې له لوړو ژورو سره مخ وې. کابل ډېر کله طالبانو ته د پاکستان د اجیرانو خطاب کړی او کله یې هم له اسلام اباد ملګرو ملتونو ته شکایت، خو کله یې د سولې پروسې بریا د پاکستان له مرستې پرته ناممکنه بللې ده.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د عمران خان له خبرو ناسم تعبیر اخیستل شوی دی

شریک یي کړئ