د هېواد پخواني ولسمشر، صبغتالله مجددي مړی نن(سېشنبې د سلواغې په ۲۴مه نېټه) په ارګ کې د جنازې لمانځه له ترسره کېدو وروسته خاورو ته وسپارل شو.
د ښاغلي مجددي د جنازې په مراسمو کې دولتي چارواکو، د بهرنیو هېوادونو یو شمېر دپلوماتانو، د هېواد سیاسي او جهادي څېرو ګډون درلود.
ولسمشر غني د جنازې لمانځه نه وروسته وویل چې افغانستان نن د خپل معاصر تاریخ مهم کس له لاسه ورکړی دی.
ښاغلي غني زیاته کړه، ښاغلی مجددي لومړي کس چې د شوروي اتحاد پر ګواښ او غېرعملي مناسباتو چې د افغانستان د بې طرفۍ عنعنوي سیاست بدل کړ، نيوکې یې وکړې او د خپلې دغې عقېدې له امله یې کلونه په زندان کې تېر کړل.
د افغانستان پخوانی ولسمشر او د افغانستان د ژغورنې ملي جبهې رییس صبغت الله مجددي د ۹۴ کالو په عمر ومړ.
د صبغت الله مجددي زوی، ذبیح الله مجددي طلوع نیوز ته وویل چې پلار یې له څه وخته راهیسې ناروغ وو او (دوشنبې د سلواغې په ۲۲مه نېټه) له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.
مجددي له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۱۱ کاله د مشرانو جرګې رییس وو او په ۲۰۰۳ کال کې د اساسي قانون د تطبیق د لویې جرګې مشر هم وه.
مجددي د شوروي او مجاهدینو ترمنځ د جګړې پرمهال جهادي مشر وو او په ۱۳۵۷ هجري لمریز کال کې یې د وخت ولسمشر، ډاکټر نجیب الله حکومت پر وړاندې د افغانستان د نجات ملي جبهه رامنځته کړه.
پر دې سربیره، صبغت الله مجددي د ۱۳۷۱ لمریز کال پسرلي د افغانستان د لنډمهالي اسلامي دولت مشر هم وو.