د حکومت احرائيه رییس عبدالله عبدالله وايي تر هغې چې د پولیسو له بنسټونو د فساد کوونکي لاسونه لنډ نهشي، خلک به د پولیسو پر کړنو باور ونه کړي.
عبدالله عبدالله چې نن (پنجشنبې د تلې په ۱۳مه) د پولیسو او خلکو ترمنځ د ملي مشورتي غونډې په دویمه ورځ، وینا کوله زیاته کړه چې له پولیسو سره د خلکو نېږدېوالی،د امنیت په ټینګښت او همدارنګه د قانون په پلي کېدو کې ونډه لري.
هغه وايي پر پولیسو د خلکو د بې باورۍ لاملونه باید په ګوته او ورته پاملرنه وشي.
ښاغلي عبدالله څرګنده کړه:«کهچېرې د پولیسو جامې وپلورل شي، کهچېرې مرمۍ وپلورل شي، او وسله وپلورل شي، کهچېرې دپولیسو موټر وپلورل شي او یا داسې زمینه برابره شي چې د دښمن لاسته ورشي؛دا هغه څه دي چې د پولیسو په اړه د خلکو اعتماد کم وي.»
په دغه ناسته کې چې د خلکو او د پولیسو د چارواکو ترمنځ پرانیستی بحث وشو پر هغه څه نیوکه کېږي چې د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو کې فساد بلل کېږي.
د دین عالم مولوي سلیمان په دې اړه وویل:«د دغه پروګرام له اړوندو مشرانو څخه یوه غوښتنه لرم چې زموږ پر پولیسو زړه وسوځوي.»
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک، د پولیسو او خلکو ترمنځ د واټن پر لیرې کولو ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه:«د افغانستان د ټولو ولایتونو پولیس، تشکیلات، پرسونل او منسوبین، ارزول کېږي. ولایت پر ولایت څېړل کېږي وروسته بیا د اصلاحاتو پر لور ځو.»
ښاغلی عبدالله د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو رول مهم بولي او په پولیسو کې د ښځو پر زیاتوالي ټینګار کوي.
د ولسي شوراګانو د استازو دغې ناستې ته له ټولو ولسوالیو کسان راټول شوي و او د خلکو او پولیسو د نږدې والي پر څرنګوالي یې بحث وکړ.