Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولیسو په کړنو کې د اصلاحاتو لپاره د کورنیو چاروز وزیر ټینګار

د کورنیو چارو وزارت د فساد پای ته رسولو او په پولیسو کې د اصلاحاتو په رامنځته کېدو ټینګار کوي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک چې نن په پولیسو کې د ملکي خدمتونو ونډې تر نامه غونډه کې خبرې کولې، وویل چې له دې وروسته، د دغه وزارت د کارکوونکو شخصي وړاندیزونه به ونه منل شي او دا بهیر به په قانوني توګه عملي کړي.

هغه زیاته کړه:«له دې وروسته، د کورنیو چارو وزارت هېڅ منسوب نه‎شي کولای چې په کسیزه توګه، خپل وړاندیز وړاندې کړي یا د کورنیو چارو وزارت ته خپل عرض وکړي چې زه فلان کس یم، لس کاله مې په پولیسو کې کار کړی، له دې صفاتو سره... او زه اوس غواړم په دغه بست کې چې یم بل بست ته ولاړ شم.»

د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او سټراټېژۍ مرستیال مسعود احمد عزیزي په دې اړه څرګنده کړه:«یوه اداره موږ ته رپوټ راکوي، هغمه په یوه بل مکتوب کې کاپي کوو، یوازې«ستاسو ملاحظې ته درواستول شو» لیکو «ستاسو مطالعې ته»، همدا ټول سلسله وار راځي، په هغه کې هېڅ تحلیل نشته.»

  له بلخوا د کورنیو چارو وزیر د پولیسو پر کړنو نیوکه کوي او د هغوی پر اصلاحاتو ټینګار کوي.

ښاغلي برمک زیاته کړه:«تېره شپه د کلوله پشتې په څلورلاره کې، زموږ یوه پولیس،ډېر په بې شرمۍ سره له بده مرغه له دغه سپېڅلي یونیفورم سره چې زموږ او ستاسو په ځان کې دي، ځي او الکولي څښاک څښي. وروسته د سړک سر ته راځي یوه رسوايي رامنځته کوي، هلته ښکنځل کېږي او بالاخره یو عادي کس راځي او د دې لپاره چې وینې دا پولیسو په عادي حالت کې نه دی، تومانچه یې اخلي او ښه یې وهي، بیا هماغه تومانچه یې بېرته ورکوي او وايي چې ځه بېرته د پولیسو موټر ته.»

په وروستیو اوونیو کې پر هغه څه نیوکې زیاتې شوې دي چې په کورنیو چارو وزارت کې د فساد پراختیا بلل کېږي.

 لکه څرنګه چې تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر له خلکو غوښي وو چې پولیسو ته د بډو له ورکولو ډډه وکړئ او د پولیسو په لیکو کې د فاسدو کارکوونکو او چارواکو په پېژندنه کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.

په وروستیو اوونیو کې پر هغه څه نیوکې زیاتې شوې دي چې په کورنیو چارو وزارت کې د فساد پراختیا بلل کېږي. له بلخوا د کورنیو چارو وزیر د پولیسو پر کړنو نیوکه کوي او د هغوی پر اصلاحاتو ټینګار کوي.

شریک یي کړئ