Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پولیس له خوا خوندي سیمې ته د موټر بم د ننوتو مخنیوی

په افغانستان کې پرېکنده ملاتړ مأموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نن چهارشنبې (د غبرګولي په ۱۰ مه)وايي چې افغان امنیتي ځواکونو خوندي او محافظت شوې سیمې ته له چاودېدونکو توکو څخه د ډک بار وړونکي موټر مخنیوی کړی دی.

په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي:« د افغان امنیتي ځواکونو مېړانې او چمتووالي خوندي او محافظت شوې سیمې ته له چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر مخنیوی وکړ، خو دغه چاودنه د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوه.»

تر اوسه د دغې چاودنې موخه مالومه نه ده.

دغه چاودنه چې له چاودېدونکو توکو څخه د ډک باروړونکي موټر له امله ۸:۲۲ دقیقې نن سهار (چهارشنبې د غبرګولي په ۱۰ مه)د کابل په زړه کې رامنځته شوه.

د پېښې سیمې ته نېږدې، د المان سفارت، د روشن مخابراتي شرکت او ځینې نور بنسټونه موقعیت لري.

د دغې پېښې د مرګ ژوبلې شمېر له غرمې وروسته تر لومړنیو ساعتونو ۸۵ تنه شهیدان او څه باندې ۴۰۰ تنه ټپيان ښودل شوی دی.

د هېواد د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې کابو ۵۰ مُلکي موټر په دغې پېښه کې له منځه تللي دي او دغې چاودنې د زنبق څلور لارې ته‎څېرمه یوه ستره کنده رامنځته کړې ده.

د دغې پېښې ډېری قربانیان مُلکي کسان دي.

پرېکنده ملاتړ مأموریت وايي چې د کابل چاودنه، ولسي وګړو ته د بې احترامۍ او همدارنګه د دښمن د وحشي طبعیت ښودنه کوي.

دغه مأموریت وايي:«دغه پېښه د هغه دښمن دوه مخي ښيي چې ادعا لري  هغوی یوازې افغان امنیتي او بهرني ځواکونه په نښه کوي خو تراوسه هم د افغانستان د بې ګناه خلکو وژلو او ټپي کولو ته دوام ورکوي.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي:«دا شان بریدونه، یوازې د افغانانو لپاره زموږ ژمنې ځواکمنې کوي، هغه افغانان چې د خپل هېواد د راتلونکي لپاره د سولې او امنیت غوښتونکي دي.»

په کابل کې د المان سفارت د دې پخلی کوي چې په دغې چاودنه کې ډېری کارکوونکي یې ټپيان شوي دي.

دغه سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه برید د المان سفارت ته‎څېرمه شوی دی.

په کابل کې د المان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«یوه افغان امنیتي سرتېري چې د دغه سفارت د بهرنۍ سیمې د ساتنې دنده لرله په دغې چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د المان د بهرنیو چارو وزیر سیګمر جبرېل وویل:«زه د کابل چاودنه چې په هغه کې په لسګونه تنه مړه او ټپيان شوي په کلکو ټکو سره غندم.»

هغه سیمه چې چاودنه په کې شوې یوه له ګڼې ګوڼې او همدارنګه د کابل مهه او په کلکه خوندي شوې  سیمو څخه ده.

شریک یي کړئ