Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پوهنې وزیر: ۳.۷ مېلیونه ماشومانو له ښوونې او روزنې بې برخې دي

 ځينې لوړپوړو حکومتي چارواکو کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د سواد (لیک لوست) نړیواله ورځ ولمانځله. دا ورځ هر کال د سپټمبر په ۸ مه لمانځل کېږي.

دغو چارواکو نالوستي د افغانانو د پرمختګ او پراختیا له کاروان څخه د لیرې پاتې کېدو اصلي لامل بولي.

په دغو مراسمو کې، د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بخلي وویل چې د لیک لوست کموالی د بدبختیو اصلي زېږنده او د هېواد د سترو ټولنیزو بدلونونو په وړاندې اصلي خنډ دی.

هغه وویل چې پوهنې وزارت او حکومت د «لیک لوست د زده کړې د نهضت» په جوړولو سره په ټولنه کې د بې سوداۍ د کموالي او له منځه وړلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

هغه وویل:«دم‎ګړۍ ۳.۷ مېلیونه ماشومان د ښوونځي او د تعلیم له نعمته بې برخې دي. هڅه کوو چې ښوونځيو ته د هغوی د لارموندنې زمینه برابره کړو.»

په ورته وخت کې د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله وویل د سواد ورځې لمانځل د هر بل هېواد په پرتله د افغانستان لپاره دېر مهم دی.

هغه وویل افغانستان د څرګنده دلایلو له امله د پرمختګ او پراختیا له کاروانه شاته پاتې دی او یو اصلي لامل یې د خلکو بې سوادي ده.

ښاغلی عبدالله د بې سوداۍ په کموالي او د له‎منځه وړلو په درشل کې د عمومي بسیج غوښتونکی شو او له نړیوالو بنسټونو او مدني ټولنې، علماوو، خصوصي برخې او هېوادوالو وغوښتل چې په دې برخه کې ونډه واخلي.

د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې غونډه کې، کابل کې د جاپان او سویډن سفیرانو، د یونسکو استازي او د دین عالم محمد ایاز نیازي هم ویناوې وکړې.

د جاپان او سویډن استازو په هېواد کې د بې سوادۍ د له‎منځه وړلو لپاره د خپلو هېوادونو د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بخلي وویل چې د لیک لوست کموالی د بدبختیو اصلي زېږنده او د هېواد د سترو ټولنیزو بدلونونو په وړاندې اصلي خنډ دی.

شریک یي کړئ