Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پوځ معیوب سرتېری؛ ۱۳ کلن خدمت او اوس یې سختې ورځې

محمد شفیع د بدخشان ولایت اوسېدونکی دی، وايي ۱۳ کاله یې په ملي پوځ کې دنده ترسره کړې او کابو څلور کاله کېږي چې خپلې دوې پښې او یو لاس یې د ماین چاودنې له کبله معیوب شوي دي.

هغه په کندهار، زابل او هلمند کې دنده ترسره کړې او د ټولې قومندان وو.

محمد شفیع په کرايې کور کې اوسي او ۱۳ کسیزه کورنۍ لري چې د ټولو مسوولیت ورغاړې دی.

دی وايي:«۱۳ کاله مې په پوځ کې خدمت کړي او کله چې مې پښې له لاسه ورکړې، نو تر اوسه ماسره سمه مرسته نه ده شوې، مشر زوی نلرم، ټوله کورنۍ مې ډودۍ خوړونکې ده او د ګټې څوک نلرم.»

د پوځ دې سرتېري مېرمن، هجران زیاتوي:«کورنۍ مو لویه ده، حکومت به میاشت کې یو قوطی غوړي او یوه بوجۍ اوړه راکوي چې زموږ ګوزاره پرې نه کېږي. ژوند مو ډېر تریخ دی.»

اخوا د وردوج ولسوال له مسوولو ادارو غواړي له دغې کورنۍ سره مرسته وکړي.

د وردوج ولسوال، دولت محمد خاور څرګندوي:«د محمد شفیع کورنۍ لویه ده، څه ناڅه مرستې ورسره شوې دي، خو بسنه نه کوي، پښې یې معیوبې دي. ستونزې یې زیاتې دي.»

محمد شفیع وايي د حامدکرزي د حکومت له پیله یې په هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې د ملي اردو د یوه بلوک د قوماندان په توګه کار کړی ده.

محمد شفیع وايي د حامدکرزي د حکومت له پیله یې په هلمند، کندهار او زابل ولایتونو کې د ملي اردو د یوه بلوک د قوماندان په توګه کار کړی ده

شریک یي کړئ