Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پيرسیداحمد ګېلاني د جنازې مراسم په ارګ کې ترسره شول

د سولې عالي شورا رئیس، پيرسیداحمد ګېلاني د جنازې مراسم نن دوشنبې(د سلواغې۴مه) د ولسمشر په ګډون ارګ کې پر ځای شول.

د ښاغلي ګېلاني د جنازې مراسمو کې د ولسمشر اشرف غني ترڅنګ یو شمېر نورو دولتي چارواکو، جهادي او سیاسي څېرو برخه اخیستي وه.

ولسمشر غني د جنازې تر لمانځه وروسته د ښاغلي ګیلاني کارکړنې وستایلي او د نوموړي مړینه یې لویه تشه وبلله.

د پیر سید احمد ګیلاني زوی، حامد ګېلاني وايي چې د پلار یوازېنۍ هیله په هېواد کې د سولې او ټیکاو رامنځته کېدل وو.

سولي عالي شورا رئیس، پيرسید احمد ګیلاني مړی به نن په ننګرهار ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.

سیداحمد ګېلاني ۸۴ کاله مخکې د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالي کې نړۍ ته راغلي او شجره یې عبدالقادر ګیلاني د «قادریې طریقت» بنسټ‎اېښودونکي ته رسېږي.

ویل کېږي چې ښاغلی کېلاني د قادریې طریقې پیر وو او د خپلو پلویانو ترمنځ یې پراخ نفوذ درلود.

ده د شوروي شتون پر مهال د افغانستان ملي محاذ ګوند جوړ او تر مرګه پورې یې د مشر په توګه پاتې شو.

ښاعلي ګیلاني په کابل پوهنتون کې د شرعیاتو په څانګه کې زده‎کړې کړې وې. ده د جهاد پرمهال د افغانستان ملي محاذ ګوند جوړ کړی خو په کورنیو جګړو کې یې ونډه نه درلوده. 

ولسمشر غني د جنازې تر لمانځه وروسته د ښاغلي ګیلاني کارکړنې وستایلي او د نوموړي مړینه یې لویه تشه وبلله

شریک یي کړئ