Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیکا ولایتي شورا د افغان ځواکونو مرګ ژوبلې خبر ورکوي

د پکتیکا ولایتي شورا د دې ولایت په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو درنې مرګ ژوبلې خبر ورکوي، دوی وايي چې د طالبانو سره په نښته کې ۲۷ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ولایتي شورا منشي، عبدالجلیل خروټی نن(دوشنې د زمري لومړۍ وویل) چې د پکتیا په څو ولسوالیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي.

ښاغلی خروټی زیاتوي چې تر اوسه درې پوستې د طالبانو لخوا نسکورې شوې دي.

د ولایتي شورا منشي وړاندي وايي:«په اورګون ولسوالۍ کې ۸ سرحدي او دوه محلي پوليس د طالبانو په کمين کې وژل شوي دي ترڅنګ وړممۍ , وازې خوا ولسواليو کې پر امنيتي پوستو جګړه روانه ده خو که مرسته پر وخت ونه رسيږي يو شمير ولسوالۍ ‌د سقوط سره مخامخ دي.»

په همدې حال کې د پکتيکا امنيه قومندان د تلفاتو په اړه د معلوماتو د ورکړې څخه ډډه کوي. 

د پکتیکا ولایتي شورا منشي وايي چې د دې ولایت په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي او یوازې په ارګون کې ۸ سرحدي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ