Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیکا له مرکز سره د ولسوالیو د لارو بندون په تړاو اندېښنې

د پکتیکا ولایت د وړممۍ، تروې او وازخوا ولسوالیو یو شمېر قومي مشران سره راټول شوي او  له مرکز ګردیز سره د نا امنیو له کبله د لارو له بندون نه سرټکوي.

دوی وايي د لسو کلو راهیسې د یادو ولسوالیو لارې د طالبانو له خوا نا امنې شوې او خلکو ته تګ راتګ ستونزمن شوی دی.

قومي مشر، ظاهر حیدري وايي:«لارې بندې دي له کلونو راهیسې، پرې تیل او بشري مرستې پرې بندې دي، روغتونونو کې ډاکټران نشته، روغتيايي خدمتونه نشته، ډېر ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.»

همداراز بل قومي مشر، شرف الدین وايي:«که د وړممیو، تروې او وازیخوا ولسوالیو لارې خلاصې نشي، نو زموږ نه هرڅه پاتې دي او موږ له ستونزو سره مخامخ یوو.»

په همدې حال کې د پولیسو یو سرتېری وايې په تروې ولسوالۍ کې دنده ده، خو شپږ میاشتې کیږي چې امنیتي ځواکونو قطار ته په مرکز ښرنه کې په تمه دی.

هغه زیاتوي:«دلته بند پاتې یم او لارې بندې دي، پرواز نشته، او زه وظیفې ته نشم تللی، او شپږ میاشتې کېږي چې زه کورته هم نه یم تللی.»

 په ورته وخت کې د پکتیکا ولایتي شورا وايي امنیتي ځواکونه د لارې په خلاصون کې پاتې راغلي دي.
د پکتیکا ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي د دې ولایت د دریو ولسوالیو د لارو د امنیت د خوندیتوب لپاره حکومت د امکاناتو ژمنه کړې ده، خو تراوسه امنیتي اورګاونو د لارو د خلاصون لپاره عملي ګام نه دی اخیستی.

 د پکتیکا ولایتي شورا غړی، مبین فقیرزاده زیاتوي:«لارې له کابو لسو کالو راهیسې بندې دي، د دې ترڅنګ نورو ولسوالیو کې هم ستونزې شته، موږ په وار وار د لارو خلاصون غوښتنه کړې ده.»

له هڅو سره د پکتیکا ولایت امنیه قومندانۍ په دې اړه څه ونه ویل.

د پکتیکا قومي مشران وايي د لسو کلو راهیسې د وړممۍ، وزیخوا او تروې ولسوالیو لارې د طالبانو له خوا نا امنې شوې او خلکو ته تګ راتګ ستونزمن شوی دی

شریک یي کړئ