Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیکا ډېریو روغتونونو کې نشه يي توکو د درملو په بڼه پلور کېږي

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې نشه‎يي توکي په پراخه توګه پلورل کېږي، دغه نشته‎يي توکي د درملو په بڼه د ښار په روغتونونو کې په پراخه توګه پلورل کېږي.

بلخوا د پکتیکا اوسېدونکي او مدني فعال وايي مسوولان دې، د دغه کار مخه ونیسي ځکه چې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکو په ډېره اسانه توګه نشه‎یي توکو ته لاسراسی پیدا کړی دی.

دې چارې د دغه ولایت حکومتي چارواکي اندېښنې راپارولې دي، بلخوا د پکتیکا د عامې روغتیا رییس بیا وايي چې دغه توکي حتا د ښار په روغتونو کې د درملو په بڼه هم په پراخ ډول پلورل کېږي. 

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې یو له درملتونونو څخه.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست رییس عبدالهادي شینواري وویل:«نشه‎يي توکي په پکتیکا او هر ځای کې خلکو ته د لاسرسۍ وړ دي په دې کې شک نشته، دا چې نشه‎يي توکي د ګولۍ او د دوا په بڼه په درملتونونو کې پلور کېږي، دا زه نه ردوم. خو دومره ویلی شم چې دا جداً ممنوع دي، په دې وروستیو کې تابلیت که ډېر عام شوی هر څوک چې داسې کومه پېښه ویني د عامې روغتیا ریاست دې پرې خبره کړي او ریاست به خپل اقدام وکړي.»

د پکتیکا اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې نشه‎یې توکي نه یوازې د دغه ولایت په مرګز ښرنه کې پلورل کېږي بلکې د دوی پر وینا د ولایت په لارو پرتو ولسوالیو کې هم پلورل کېږي. 

پکتیکا کې د مدني ټولنې فعال محمد الله همتیار وايي:«د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او ډېریو ولسوالیو کې نشه‎يي درمل په غیرقانوني توګه پلورل کېږي. د دوی لپاره چې کوم قانون طرحه شوی پر هغه قانون عمل نه کېږي. دولت هم په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی او په دې کار کې پاتې راغلی دی.»

د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکی نېک محمد مجاهد هم څرګنده کړه:«په پکتیکا ولایت کې او په ډېریو ولسوالیو کې یې نشه‎يي درمل لکه والیم، ډیازیپمپ، الفرزولام، ټروماډول، روسټورېل، اې ټي ون... او دې ته ورته نور درمل دي چې درمل پلورونکي یې په ناقانونه توګه پلوري.» 

د پکتیکا اوسېدونکي له مسوولو چارواکو غواړي چې په دغه ولایت کې د نشه‎يي توکو د پلور مخنیوی وکړي او هغه روغتونونه دې بند یا جریمه کړي چې نشه‎یي توکي د درملو په بڼه خرڅوي. 

د پکتیکا اوسېدونکی عثمان ساحېل هم زیاتوي:«دا چې په دې وروستیو کې د پکتیکا ولایت د مرکز په شمول په ځینو ولسوالیو کې نشه‎يي درمل پلورل کېږي، که‎چېرې په دې اړه دولت او د عامې روغتیا ریاست په دې اړه جدي اقدام ونه کړي. نو زموږ د راتلوونکي نسل ژوند به له بدبختیو سره مخ شي. له دولت څخه موږ غوښتنه دا ده چې د دغو درملو د پلور مخه دې ونیسي.»

هڅه مو وکړه په پکتیکا کې د نشه‎یي توکو د پراخ پلور په تړاو د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ نظر هم ترلاسه کړو، خو په دې تړاو څه ویلو ته حاضر نه‎شول. 

شریک یي کړئ