Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې ۹ ننګرهاریانو ژوند له لاسه ورکړ

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د خبرپاڼې له مخې چې نن(سې‎شنبې د غبرګولي پر ۸مه) خپره شوې ده په دې ولایت کې د ۹ ملکي کسانو د ژوند له لاسه ورکولو خبر ورکوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دولتي ځانګړو ځواکونو پوځي عملیاتو کې تېره شپه نهو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپيان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په وژل شویو کې یو سیمه‎ييز قومندان چې د مشرانو جرګې رئيس، فضل‎الهادي مسلم‎یار له خپلوانو دی، هم شامل دی.

د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیانی د دې عملیاتو په تائيد سره زیاتوي چې په ټپیانو کې یوه ښځه او یوه وړه ماشومه هم شامله ده.

دی زیاتوي چې د عملیاتو څرنګوالي څېړنې په موخه مرکزي حکومت یو پلاوی ټاکلی دی.

طالبانو ویلي دي چې په سیمه کې ټول وژل شوي کسان د ښاغلي مسلمیار خپلوان دي.

ویل کېږي چې دا پوځي عملیات تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ په دولت‎زیو سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي

شریک یي کړئ