Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چاپېریال د څاربنسټ: رواني ناروغۍ د هوا د ککړتیا له امله دي

د افغانستان پر چاپېریال د څار بنسټ، د خلکو په منځ کې د غوسه کېدو او رواني ناروغیو زیاتوالی د هوا د ککړتیا له امله بولي

د افغانستان پر چاپېریال د څار بنسټ، د نسل مثبت ادارې او د هاینریشن بل بنسټ له خوا؛ پر جسمي او رواني روغتیا د چاپېریال ککړتیا د اغېزو په اړه څېړنه کړې ده.

د افغانستان پر چاپېریال د څار بنسټ د بورډ غړی ناصر صدیقي په دې اړه وايي:«د کابل خلک ډېر کم د مخالف لیدلوري زغم لري؛ ولې ډېر غوسه ناک دي، ولې د یو بل منلو حس یې په منځ کې کم دی؟ شونې ده چې تاریخي او کلتوري اړخونه هم ولري، خو نه شو کولای د چاپېریال د ککړتیا اغېزې هم له پامه وغورځوو.»

له دې سره د مشرانو جرګې د چاپېریال ساتنې برخې مشر په کابل کې د چاپېریال وضعیت د اندېښنې وړ بولي. او د ککړو تېلو واردول د چاپېریال د ککړتیا اصلي لامل بولي.

له بلخوا د پلازمېنې اوسېدونکي هم د هوا ککړتیا له کبله اندېښه لري او له حکومته غواړي چې دا ستونزه دې حل کړي.

د کابل اوسېونکی ذبیح الله وویل:«د هوا ککړتیا تر دې بریده شوې کله چې څو ګامه ځې، زموږ ساه بنده بنده کېږي او همدارنګه زون په اروايي اړخ هم اغیزه کړې ده.»

د کابل ښاروالي د چاپېریال ساتنې یو مسوول بنسټ دی. د ښاروالۍ ویاند په دې اړه نیوکو ته ځواب وايي.

د ښاروالۍ ویاند جلیل سلطاني په دې اړه وویل:«په کابل ښار کې موږ څه باندې ۳۲۰۰ کیلو مټره سړک د اوه مټره واټ انډول راجستر لرو چې له هغې دلې ۵۲ سلنه یې پاخه شوي او نور تیې بیا رغونې ته اړتیا لري.»

د مرکزي احصایي د شمېرو پر بنسټ ښارونو کې د وګړو زیاتوالی او د سون توکو او د اوبو سرچینو نه ګټنه کې د خلکو بې غورۍ له کبله د چاپیریال ساتنې ستونزې زیاتې شوي دي.

شریک یي کړئ