Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چهارشنبې د برید په ترڅ کې د طلوع د ۷ تنو کارکوونکو وژل کېدل

د چهارشنبې د برید په ترڅ کې طلوع ټلوېزیون د خپل ۷ تنه کارکوونکي له لاسه ورکړ.

د دغو وژل شویو په ډله کې درې مېرمنې هم شاملې دي.

هغه کارکوونکي چې له یوې کارې ورځې څخه وروسته د کور په لور روان وو چې د ژمي یوه سړه شپه د خپلې کورنۍ د مینې په توده غېږه کې تېره کړي،خو له دې څخه بې خبره چې لاره بدلوي او هېڅکله خپلو کورونو ته نه‎رسېږي.

۱-محمد جواد حسیني هغه کس چې له اووه کلونو راهیسې له موبي ګروپ سره د ویډیو اېډېټر په توګه کار کاوه د هغو کسانو په ډله کې دی چې د تېرې ورځې په چاودنه کې قرباني شوي دي.

۲-زینب میرزايي هم د دغې پېښې په شهیدانو کې ده، زینب له موبي ګروپ سره دوه کاله د دوبلې په برخه کې کار کړی دی.

۳- مهري عزیزي هم په دغې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، هغې پنځه کاله وړاندې د ګرافیک په برخه کې له موبي ګروپ سره خپل کار پیل کړ،

۴- مریم ابراهیمي یوه بله نجلې ده چې د تېرې ورځې په ځانمرګي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، مېرمن ابراهیمي شپږ میاشتې وړاندې له موبي ګروپ سره کار پیل کړی وو.

۵-حسین امیري هم د طالبانو په برید کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ،هغه اته کاله وړاندې له موبي ګروپ سره کار پیل کړ او د ډيکور په برخه کې یې کار کاوه.

۶-محمد علي محمدي چې پنځه کاله وړاندې د فارسي دوبلې په څانګه کې له موبي ګروپ سره کار پیل کړی وه هغه هم د وژل شویو په منځ کې دی.

۷- محمد حسین کور ته د رسېدو هیله د تل لپاره ګور ته یوړه. حسین له شپږو کلونو راهیسې له موبي ګروپ سره د موټرچلونکي په توګه دنده ترسره کوله.

د چهارشنبې په ورځ د طلوع ټلوېزیون په کارکوونکي برید د افغانستان په رسنیو تر ټولو مرګونی برید بلل کېږي.

د چهارشنبې د برید په ترڅ کې طلوع ټلوېزیون د خپل ۷ تنه کارکوونکي له لاسه ورکړ.د دغو وژل شویو په ډله

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه