Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چهارشنبې ورځې چاودېدونکې توکي له پاکستان څخه راوړل شوي وو

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دوی لومړنۍ څیړنې ښيې په کابل کې د تېرې چهارشنبې په خونړۍ چاودنه کې په ټانکر موټر کې ځای پرځای شوي چاودیدونکی توکي له پاکستان څخه راوړل شوي دي.

دکورنیو چارو وزرات د ویاند د دفتر سرپرست، نجیب دانش دوشنبې ( د غبرګولي۱۵مه) وویل چې دغه توکي تر ټولو سخت اوراخستونکی چاودیدونکی مواد دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:«د دې پېښې اصلي طراح پاکستان دی، د تېر په څېر. خو امنیتي ډله لا هم څېړنې کوي او تر اوسه څېړنې پای‎ته نه دي رسېدلي.»

نوموړي د دې په هکله چې دغه موټر چې ۱۵۰۰ کیلوګرامه مواد په کې ځای پر ځای وو، څنګه او له کوم ځای نه دکابل ښار زړه ته راغلی څه نه وایي.

خو یوې امنتي سرچینې ویلي دغه موټر دسهار له پنځه نیمو د هماغې ورځي تر اته نیمو بجو دکابل ښار په بیلابیلو برخو کې لیدل شوی او هیچا له هغې پوښتنه نه ده کړي.

لکه څنګه چې د پلازمیني په دغه مهمه برخه کې د فاضلاب ټانکرونو تګ راتګ ناشونی دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی، عبدالحی اخندزاده څرګنده کړه:«یوه ستونزه په امنیتي برخو کې د یو شمېر کسانو لاس درلودل دي، ښايي دوی په دې کار لاس درلود، بله ستونزه د ځواکونو بې‎کفایتي ده.»

د یوې حکومتي سرچینې په وینا له چاودیدونکو توکو دغه ډک ټانکر د چهارشنبې ورځې د سهار له پنځه نیمو تر اته نیمو پورې موخې ته تر رسیدو د کابل په څو برخو کې لیدل شوی دی.

یو شمېر هېوادوال له حکومت څخه غواړي چې د دې ډول لویو پېښو مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی، نوید احمد څرګندوي:«د دې ډول موټر راتګ د ښار دې برخې ته ناممکن دی.»

د سوداګرۍ او صنایع خونې د مسوولینو په وینا په کابل کې د فاضلاب څاګانو د تخلیې ۲۵ تر ۳۰ رسمي شرکتونه شته، خو ډېری دغه ټانکرونه له جواز پرته خپلسري فعالیتونه کوي.

د یوې حکومتي سرچینې په وینا له چاودیدونکو توکو دغه ډک ټانکر د چهارشنبې ورځې د سهار له پنځه نیمو تر اته نیمو پورې موخې ته تر رسیدو د کابل په څو برخو کې لیدل شوی دی

Thumbnail

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دوی لومړنۍ څیړنې ښيې په کابل کې د تېرې چهارشنبې په خونړۍ چاودنه کې په ټانکر موټر کې ځای پرځای شوي چاودیدونکی توکي له پاکستان څخه راوړل شوي دي.

دکورنیو چارو وزرات د ویاند د دفتر سرپرست، نجیب دانش دوشنبې ( د غبرګولي۱۵مه) وویل چې دغه توکي تر ټولو سخت اوراخستونکی چاودیدونکی مواد دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه:«د دې پېښې اصلي طراح پاکستان دی، د تېر په څېر. خو امنیتي ډله لا هم څېړنې کوي او تر اوسه څېړنې پای‎ته نه دي رسېدلي.»

نوموړي د دې په هکله چې دغه موټر چې ۱۵۰۰ کیلوګرامه مواد په کې ځای پر ځای وو، څنګه او له کوم ځای نه دکابل ښار زړه ته راغلی څه نه وایي.

خو یوې امنتي سرچینې ویلي دغه موټر دسهار له پنځه نیمو د هماغې ورځي تر اته نیمو بجو دکابل ښار په بیلابیلو برخو کې لیدل شوی او هیچا له هغې پوښتنه نه ده کړي.

لکه څنګه چې د پلازمیني په دغه مهمه برخه کې د فاضلاب ټانکرونو تګ راتګ ناشونی دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړی، عبدالحی اخندزاده څرګنده کړه:«یوه ستونزه په امنیتي برخو کې د یو شمېر کسانو لاس درلودل دي، ښايي دوی په دې کار لاس درلود، بله ستونزه د ځواکونو بې‎کفایتي ده.»

د یوې حکومتي سرچینې په وینا له چاودیدونکو توکو دغه ډک ټانکر د چهارشنبې ورځې د سهار له پنځه نیمو تر اته نیمو پورې موخې ته تر رسیدو د کابل په څو برخو کې لیدل شوی دی.

یو شمېر هېوادوال له حکومت څخه غواړي چې د دې ډول لویو پېښو مخه ونیسي.

د کابل اوسېدونکی، نوید احمد څرګندوي:«د دې ډول موټر راتګ د ښار دې برخې ته ناممکن دی.»

د سوداګرۍ او صنایع خونې د مسوولینو په وینا په کابل کې د فاضلاب څاګانو د تخلیې ۲۵ تر ۳۰ رسمي شرکتونه شته، خو ډېری دغه ټانکرونه له جواز پرته خپلسري فعالیتونه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه