Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښوونيز کال پیل؛ یو مېلیون نوي زده کوونکي به ښوونځيو ته ولاړ شي

 د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې ۱۳۹۸ ښوونځي کال نن (شبنې د وري په ۳ مه) په رسمي توګه پیل شو، ښوونکي او زده کوونکي باید د پوهنې وزارت د نصاب په مطابق خپلې زده کړې پیل کړي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې، ټاکل شوې چې په نوي لمریز کال کې، څه باندې یو مېلیون نوي زده کوونکي په کابو ۱۸ زره ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې نوم‎لیکنه وکړي.

دغه وزارت وايي چې دم‎ګړۍ، په هېواد کې څه باندې ۹ مېلیونه زده کوونکي په زده‎کړو بوخت دي.

ښوونیز کال په داسې حال کې پیلېږي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډېری ښوونځي ودانۍ او همدارنګه ډېری زده کوونکي هم ښوونیزو توکو ته لاسرسۍ نه‎لري.

له دې ډلې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې زده کوونکي وايي د مسلکي ښوونکو کموالي، د درسي کتابونو نه‌شتون او د ښوونځیو لپاره د ودانیو کموالي، هغوی له ستونزو سره مخ کړي دي.

یو له دغو زده‌کوونکی عرفان الله وویل:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته فرصتونه زیات کړي، ښوونځي جوړ کړي.»

په ورته وخت کې ځینې ښوونکي او د دین عالمان بیا د هېواد پوهنې ته بنسټيزه پاملرنه د ستونزو اصلي حل بولي.

په سروبي کې د یوه ښوونځي ښوونکې مسعوده علمیار په دې اړه وايي:«د ښوونکي او روزونکي له شتونه پرته، هېڅکله د پوهنې څرخ مخته حرکت نه کوي.»

دیني عالم برهان‌الدین صداقت هم څرګندوي:«پر هر ښځينه او نرینه باندې د علم زده کړه فرض ده. وروڼو! موږ باید متوجه واوسو او د هېچا او هېڅ ډلې په توطیو دوکه نه شو. هغه څه چې هغوی ځان ته خوښوي، خو موږ ته کرکه څرګندوي موږ باید پر هغه پوه شو.»

د کابل والي بیا ولسوالانو او نورو ته ګواښ کوي چې نور د پوهنې پر وړاندې بې‌پامي نه مني.

بلخوا د امنیتي ستونزو سربېره، د مسلکي ښوونکو کمی، د کتابونو کموالی او تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې هغه ستونزې دي چې په ټول هېواد کې ورسره زده‌کوونکي مخامخ دي.

زده‌کوونکي بیا وايي، د مسلکي ښوونکو کموالی، د درسي کتابونو نه‌شتون او د ښوونځیو لپاره د ودانیو کموالی، هغه څه دي چې له ستونزو سره یې مخ کړي.

شریک یي کړئ