Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځو د ځورولو په اعتراض کې د واټي کمپاین په لاره اچول

د ښځو او نرینه‎وو یوې ډلې، د هغه څه پر وړاندې مبارزه چې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې ځورولو او تاوتریخوالي ته نه ویل بلل کېږي. واټي کمپاین په لاره اچولی دی.

دغې ډلې، خپل کمپاین د شعارونو له لیکو سره، د شنبې په ورځ د کابل له پوهنتونه پیل کړ؛ خو د دغه کمپاین جوړونکي چې ځانونه رضاکاران بولي، د هرات او مزار شریف په ښارونو کې هم دغه پروګرام پیل شوی دی.

د دغه کمپاین له جوړونکو فریحه ایثار وايي:«د افغانستان د ټولنې سنتي او نرواکه جوړښت او د ښځو د ځورولو د پای په دلیل، چې ډېری وخت د ښځو په خولې د سکوت ټاپه وهلې او ډېری په چوپه ځورول زغمي.»

د دغه کمپاین له جوړونکو نسرین نیلم رسا هم څرګنده کړه:«البته دا یوازې په کابل ولایت کې نه دي، په ورته وخت کې په هرات او بلخ ولایتونو کې هم دا کمپاین پيل شوی دی.»

په همدې حال کې د کابل پوهنتون رییس حمیدالله فاروقي هم له دغه کمپاین څخه ملاتړ کوي او د داشان اعتراضونو پر دوام ټینګار کوي.

ښاغلي فاروقي په دې اړه څرګنده کړه:«خوښ یم چې دا کمپاین زموږ د مدنې ټولنې بنسټونو په واسطه، زموږ د قانوني بنسټونو له لارې، زموږ د ښوونیزو او روزنیزو او اکاډمیکو بنسټونو، له خوا د ننني بنسټیز بحث په توګه مطرحه دي.»

په وروستي یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره او دغه راز په دې تړاو د پوهاوۍ هڅې زیاتې شوي دي.

لکه څرنګه چې د عدلیې وزارت شمېرې ښيي په دې موده کې په ټول هېواد کې تر ۷۵ زرو زیاتو مېرمنو ته له تاوتریخوالي او ځورونې سره د مخامخ کېدو په برخه کې  او همداراز د مېرمنو د مالي حقونو په تړاو پوهاوی ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ