د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې هوکړې کې د استخباراتي مالوماتو شریکول مهمه برخه جوړوي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې درې واړو لوریو په افغانستان کې د روانو حالاتو، د افغانستان او پاکستان په اړیکو او د چین-افغانستان-پاکستان په درې اړخیزو همکاریو سره خبرې کړې او هوکړې ته رسېدلي دي.
د هوکړې منځپانګه کې کې موارد په اوو برخو کې خپاره شوي دي.
۱ـ درې واړه لوري د سیمې سولې او ټیکاو ټینګولو، د سیمه ایزې نښلونې او اقتصادي همکاریو پیاوړي کولو او د ګډ امنیت او پرمختګ ودې ورکولو ته ژمن دي."
۲ـ افغانستان او پاکستان دواړه هېوادونه له یو بل سره د اړیکو ښه کولو، متقابل سیاسي باور پیاوړي کولو، د ترهګرۍ سره د مبارزې او په ګډه د امنیتي ګواښونو له منځه وړلو په ګډون په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو زیاتولو ته لیوال دي.
۳ـ افغانستان او پاکستان د ناورین د مخنیوي په موخه د بحران مدیریت میکانیزم رامنځته کولو هوکړه کوي چې په وخت او اغیزمن استخباراتي مالوماتو شریکول او نور دوه اړخیز هوکړه شوې اقدامات په بر کې نیسي. دغه میکانیزم به د ډیالوګ او سلا مشورو له لارې د خرابو حالاتو د مخنیوي په موخه چې ښايي په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغیزه وکړي، د مناسبې حل لارې په پام کې نیولو سره دواړه لوري د ترهګري په وړاندې د مبارزې او نورو بیړنیو حالاتو کې د اغیزمن او پر وخت ارتباطاتو د ټینګولو جوګه کړي. چینايي لوري به د دغه میکانیزم ملاتړ وکړي.
۴ـ درې واړه لوري د دوه اړخیزو ګټو د موضوعاتو په برخه کې د مرستې په موخه چې پر اقتصادي همکاریو پیل کېږي، د چین - افغانستان - پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ میکانیزم رامنځ ته کولو هوکړه کوي.
۵ـ درې واړه لوري په دې باور دي چې سوله او پخلاینه د افغانستان د ستونزو لپاره بنسټیزه حل لاره ده چې د تاوتریخوالي وسیلو په واسطه نه شې حل کېدای. چین او پاکستان د افغانانو په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت د پخلاینې پروسې ملاتړ کوي او دې ته چمتو دي چې د دغه پروسې د پرمختګ په برخه کې خپل رغنده رول ته دوام ورکړي. درې واړو لوري په افغاني طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژره د پخلاینې له بهیر سره یوځای شي.
۶ـ درې واړه لوري په دې باور دي چې د همغږۍ څلور اړخیزه ډله باید بیا احیا شي څو د سولي خبرو اترو او له دغه پروسې سره د طالبانو د یوځای کیدلو لپاره وړ چاپیریال رامنځ ته کړي.
۷ـ درې واړه لوري د کابل پروسې د نوښت ملاتړ کوي او لدې سره هم نظره دي چې د شانګهای همکارۍ سازمان- د افغانستان د تماس ډله باید ژر تر ژره بیا په کار پیل وکړي څو د افغان پخلاینې پروسې مخ بیولو کې رغنده رول ولوبوي.