د کابل نهمې حوزې په سیمه کې نن سهار(د کب۲۶مه) د ځانمرګي برید راپور ورکړل شو.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش هم پېښه له طلوعنیوز سره تائيد کړه او زیاتوي چې په دې پېښه کې درېیو تنو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپیان دي.
دا پېښه د کابل د نهمې حوزې په دسپيچري سیمه کې شوې.
ده زیاته کړه چې د برید موخه تر اوسه نه ده څرګنده او زیاته یې کړه چې څېړنې روانې دي.
دا چاودنه د یوه امنیتي شرکت ته نېږدې شوې ده.
د پېښې یوه شاهد ویلي دي چې برید د یوه موټر بم په مرسته شوی دی.
په همدې حال کې د هېواد عامې روغتیا وزارت ویلي چې روغتون ته څلور تنه ملکي کسان چې ټپیان وو ليږدول شوي دي.
د برید مسوؤلیت طالبانو منلی دی.