Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل سیند کې د ډوب شوي ځوان ورور له حکومت مرسته غواړي

کابل سیند کې د ډوب شوي تنکي ځوان احمد شعیب ګاونډیان حکومت د بې وزله کورنیو په وړاندې په بې پروایۍ تورن وي او وايي چې د دغه ځوان د مړي راوېستو لپاره یې په ځلونو له مسوولو بنسټونو مرسته غوښتې ده، خو دغو بنسټونو له هغوی سره مرسته نه ده کړې.

د کابل سیند کې د ډوب شوي تني ځوان ورور محمد کاظم وايي چې له تېرو څلور ورځو راهیسې د کابل سیند په څنډو کې د خپل ورور جسد لټوي.

هغه همدارنګه څرګندوي چې د کابل ښاروالۍ په ګډون یې له بېلابېلو بنسټونه مرسته غوښتې، خو دا ادارې وايي، د هغه د ورور د جسد د پیدا کولو لپاره امکانات نه لري.

د کابل سیند کې د ډوب شوي ځوان ورور محمد کاظم په دې اړه زیاته کړه:«موږ تېره ورځ شپاړسمې ناحیې ته زنګ وواهه دغه ناحیه موږ ته وايي چې دا زموږ له وسې وتلې خبره ده موږ دا کار نه شوو کولای.»

احمد شعیب د جمعې په ورځ هغه مهال چې د کابل سیند پر غاړه یې لرګي را ټولول، اوبو کې ولوېد او ډوب شو.

د قلعه زمان خان اوسېدونکی رامش وویل:«زه ورکوز شوم خو اوبه زیاتې وې ژر ولاړم د هغه ورور ته مې غږ وکړ، کله چې ورور یې راغی راشد وايي چې هلته وړاندې له ونو سره ډوب شو»

دوی د حکومت له مرستو نهیلي شوي. غلام رسول د شعیب له ګاونډیانو دی او له خپلو شخصي وسایلو په استفادې سره د هغه په لټون پسې را وتی دی.

د قلعه زمان خان اوسېدونکی غلام رسول صافی وايي:«له دولت څخه خو تمه نه لرو ځکه چې دولت د خوار او بې‎وزله په غم کې نه دی دولت د شتمنو په خدمت کې دی د غریب غږ څوک نه اوري.»

تېرو څو ورځو کې ډېره هڅه کړې، خو د شعیب هېڅ څرک نه دی موندل شوی.

د هغه ګاونډیان دې ورځو کې ساعتونه د کابل د سیند پر څنډ ګرځي، څو وشي کولای د هغه جسد پیدا کړي، خو کابل ښاروالي او نورې ادارې بیا د داسې پېښو پر مهال مرستندویه امکانات نه لري.

شریک یي کړئ