Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې پر یوه بهرني بنسټ برید

د کابل لسمې حوزې په سیمه کې غرمه مهال کابو دولس بجې چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې یوه ځانمرګی بریدګر د کونټر پارټ دفتر مخې ته ځانته چاودنه ورکړې او نور بریدګر دفتر ته د ننه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند، نصرت رحیمي وايي اوس مهال بریدګر د ځانګړو ځواکونو لخوا کلابند شوي دي.

دی زیاتوي د کونټر پارټ دفتر ۱۵۰ کارکوونکي د ځانګړو ځواکونو لخوا خوندي ویستل شوي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي چې یاد ځواکونه هڅه کوي تر څو په دفتر کې پاتي کارکوونکو ته د زیان له رسېدو پرته بریدګر له منځه یوسي.

په همدې حال کې روغتیايي چارواکي وايي له پېښې ۹ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

همداراز سیمه کې د طلوع نیوز خبریاله، انیسه شهید وايي اوس مهال سیمې ته ژغورن ګاډي او د  ور وژنې موټر رسېدلي دي.

طالبانو د برید مسوولیت منلی.

کابل کې پر یوه بهرني بنسټ برید

د کورنیو چارو وزارت وايي د کونټر پارټ دفتر ۱۵۰ کارکوونکي د ځانګړو ځواکونو لخوا خوندي ویستل شوي.

شریک یي کړئ