Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل هوايي ډګر ۵۹ سرحدي پولیس تبدیل شول

د لسمشر د فرمان پر بنسټ، نن شنبې (د زمري په ۶ مه) د کابل هوايي ډګر ۵۹ سرحدي پولیس، تبدیل شول.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په هغو مراسمو کې چې د کابل هوايي ډګر کې په همدې موخه جوړ شوي وو، وویل چې دا ادلون او بدلون په دغه وزارت کې د اصلاحاتو یوه برخه ده.

نوموړی ټینګار کوي چې له دې وروسته به په هوايي ډګر کې له مسافرو سره د پولیسو بدچلند او جنسي ځورونه به ونه زغمي او له سرغړونکو سره به په خپله چلند وکړي.

هغه زیاته کړه:«داسې پولیس نه یاست چې زما په خدمت کې چې زه نن د کورنیو چارو وزیر یم او سبا که‎چېرې زه نه وم او هوايي ډګر ته راغلم، ما پسې هغې خوا او دې خوا وګرځئ؛ ما د دې بېلګې د نهو میاشتو په لړ کې په دغه هوايي ډګر کې لیدلي دي.»

خو د کورنیو چارو وزیر وايي چې د دغو بدچلنیو لمن تر جنسي ځورونې رسېږي:«یو څوک چې ۱۸ کلنه ده او یا له دې لوړه او نجلۍ هم ده، هغه په هوايي ډګر کې دروي او وايي چې راشه په پاسپورټ کې دې ستونزه ده. ووایاست چې دا کار نه دی شوی! زه له دغه کاره سند لرم.»

ویل کېږي چې د کابل له هوايي ډګر وروسته به د هېواد په نورو هوايي ډګرونو کې هم بدلونونه رامنځته شي.

له دې سره جوخت د سرحدي پولیسو قومندان عبدالله ستانکزی هم په هوايي ډګرونو کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار کوي.

هغه زیاتوي:«سرحدي پولیس د افغانستان د ملي پولیسو یو جز دی. موږ په هوايي ډګرونو او په بندرونو کې یوازې له څلور زره بست تشکیل سره خپلې پوځي دندې ترسره کوو.»

شریک یي کړئ