د کورنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې یو شمېر ځانمرګو بریدګرو نن چهارشنبې د کابل ښار د پولیسو پر دوو حوزو برید کړی دی.
ښاغلي برمک نن چهارشنبې له غرمې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د پولیسو پر ۱۳ مې حوزې برید کې دوه ځانمرګو بریدګرو لاس درلود.
د هغه په وینا، په دغه برید کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي برمک همدارنګه وویل چې د کابل ښار نوي ښار د پولیسو پر لسمې حوزې برید کې پنځو ځانمرګو بریدګرو لاس درلود چې د هغوی دوه یا درې تنه تراوسه هم پټ دي او له پولیسو سره په جګړه بوخت دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، حشمتستانکزي طلوعنیوز ته وویل چې پولیسو سیمه کلابنده کړې ده.
ښاغلي ستانکزي وویل چې لومړۍ یوه ځانمرګي بریدګر د حوزې دروازه کې ځانته چاودنه ورکړې او وروسته نور له پولیسو سره په نښته بوخت شوي دي.
تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې په اړه راپور نشته.
دی وړاندې وايي چې لا هم په سیمه کې نښته روانه ده.
همدازار ستانکزی وايي چې د کابل لسمې حوزې په سیمه کې هم دوه پرله پسې چاودنې شوې دي او تر اوسه یې په اړه کره مالومات نشته.