Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په ختیځ کې د طالبانو ځانمرګي برید کې ۱۶ تنه وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د سې‎شنبې په ورځ (د وږي په ۱۲مه) وايي چې د کابل په ختیځ کې یوې چاودنې د ولسي وګړو په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي او ۱۱۹ تنه نور چې ډېری یې مُلکیان دي ټپیان شوي دي. ‎

ښاغلي رحیمي په دې اړه زیاته کړه چې دا پېښه تېره شپه د ۹:۵۵ دقیقې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک یو ټراکټور موټر د قابل بای په استوګنیځه سیمه کې د ګرین ولېج کمپ پر سوېلي دېوال له لګېدو سره رامنځته شوه.

هغه وايي چې له چاودنې وروسته د پولیس ځانګړي ځواکونه سیمه وتړله او پنځه تنه طالبان چې په سیمه کې پټ وو او د ګرین وېلج کمپ پر کارکوونکو د برید هوډ درلود له پښو وغورځول شول.

د رحیمي په وینا، د پېښې له سیمې کابو ۴۰۰ تنه بهرني وګړي په خوندي توګه د ملي پولیسو لخوا وژغورل شول.

هغه زیاته کړه چې د سیمې خلکو او کورونو ته ډېر زیانونه اوښتي دي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی. 

شریک یي کړئ