د کابل په نهمه حوزه کې نن سهار ۸:۳۰ ځانمرګی برید وشو چې په ترڅ کې یې درې تنو ژوند له لاسه ورکړ او پنځه تنه نور ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمي وايي چې په دې پېښه کې درې کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپيان دي.
دی وړاندې وايي، پېښه هغه مهال ترسره شوې چې یو ځانمرګی بریدګر په سیمه کې د پولیسو لخوا وپېژندل شو، او وروسته یې ځانته چاودنه ورکړه.
بریدګر پلی وه او دریشي یې اغوستې وه.
هغو کسانو چې ژوند له لاسه ورکړی د دوو پېژندګلوی نه ده شوې، او یو یې د یوه خصوصي شرکت مشر دی چې د خپل کار پر لور روان وه.
ښاغلي رحیمي وړاندې وویل چې د پيښې ټپیانو کې یو یې ملکي کسدی، دوه یې د هوايي چلند او دوه یې پوځیان دي.
دی زیاتوي چې ټپیان د وزیر محمد اکبر خان او ایمرجنسي روغتونو ته لېږدول شوي چې د دوو حالت د اندېښنې وړ دی.
د برید مسوؤلیت د اعش ډلې پر غاړه واخیست.