Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په ډېریو روغتونونو کې ټيپان ولسي وګړي دي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ملي شورا د الحاقیې پر ودانۍ د برید په ترڅ کې زیات شمېر ملکیانو ته هم زیان رسېدلی، د هغو ټپیانو په ډله کې چې د کابل روغتونونوته لېږدول شوي ښځې او ماشومان هم لیدل کېږي.

 په ولسي جرګه کې د هرات ولایت استازې رحیمه جامي هم د ټپيانو په ډله کې شامله ده.

مېرمن جامي وايي:«له لومړي برید څخه وروسته ومې لیدل جې ښه یم،له موټر څخه پلې شوم او په هغې ویالې کې چې د سمټي دیوال تر شاه وه،پناه یوړه.ځکه چې حدس مې واهه چې دویم ځل به هم پېښه رامنځته شي او دا د دې لامل شو چې زه د دویمې چاودنې له څپې څخه ځان وساتم او ژوندۍ پاتې شوم.»

 کریمه د ولسي جرګې اداري کارکوونکې د سه شنبې برید یوه ټپي مېرمن ده، هغه وايي کله چې له دفتر څخه د کور په لور روانه وه په چاودنه کې ټپي شوه.

کریمه په دې اړه وايي:«غوښتل مې چې له ودانۍ څخه بهر شوم چې یوځل یو غږ مې وارېد او وروسته متوجه شوم چې ګیجه شوې یم.پام مې شو چې له اننګي څخه مې وینه راځي او په کله ټپي شوې یم.»

مسعود د عبدالعلي مستغني د ښوونځي زده کوونکی دی چې د سه شنبې ورځې په پېښه کې ټپي شوی دی.

هغه وايي هغه مهال ټپي شو چې غوښتل یې د ملي شورا د الحاقیې د ودانۍ د پېښې ټپیانو ته مرسته ورسوي.

مسعود وویل:«کله چې زه او هغه کسان چې له ما سره په موټر کې وو،پېښې ته نږدې شو په دې بوخت شو چې څوک مړه او ټپیان شوي،دویمه چاودنه وشوه او نه پوهېږم چې ځانمرګی بریدګر زموږ په موټر کې وه او که یا په بل موټر کې چې زموږ تر شاه وه،خو په کلکه په سر،مخ اوږې او لاسونه ټپي شوی یم.»

حاجي محمد چې له پېښې پخوا هم معلول وو، په دې  پېښه کې بیا ځلې ټپي شو.

د مشرانو جرګې کارکوونکي څرګنده کړه:«له یوه همکار سره مې د موټر په تمه وم چې لومړۍ چاودنه وشوه.کله چې په هوښ راغلم ځان مې پر ځمکه پرېوتی ولید او همکار مې هم تر څنګ پروت وه.په همدې بڼه ډېر ژوبل شوي کسان مو په شاوخوا کې پراته وو.دا چې د ملي امنیت کارکوونکي راغلل او زه یې روغتون ته ولېږدولم.»

د هغو ۴۵ ټپیانوله ډلې چې د کابل استقلال روغتون ته لېږدول شوي اوس یوازې دوه تنه یې په دې روغتون کې بستري دي او د روغتون مسؤولان د یوه دغه ټپي حالت د اندېښنې وړ بولي.

شریک یي کړئ